Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار پوهنتون کې د «کندهار د شاهانو خاوره» فرهنګي کتلاک مخکتنه وشوه

کندهار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱) «کندهار د شاهانو خاوره» د کندهار د تاریخي، فرهنګي، اقتصادي او سیاحتي ارزښتونو او نومیالیو شخصیتونو د پېژندنې کتلاک دی چې د لیکوال او ژورنالیست محبوب‌الله خان په زیار په پښتو او انګلیسي ژبو ترتیب شوی دی.

د یاد کتلاک مخ‌کتنه نن (دوشنبه) په کندهار پوهنتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه.

د «کندهار فرهنګي کتلاک» لیکوال محبوب‌الله خان په دې غونډه کې وویل، په دغه کتلاک کې ۷۴ بېلابېل مضامین ټول کړل شوي چې د کندهار د تاریخي، فرهنګي، اقتصادي او سیاحتي ارزښتونو او دغه‌راز د نومیالیو شخصیتونو د پېژندنې یو ټولیز تصویر وړاندې کوي.

ده زیاته کړه، په دغه کتلاک کې له اسلام څخه مخکې د اراکوزیا له تاریخه نیولې د هوتکیانو روښانه دوره، د احمد‌شاه بابا طلايي دوره د بارکزیو تر دورې پورې حالات د تاریخي شالید په توګه وړاندې شوي دي.

ده وویل: «په دې کتلاک کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د کندهار فرهنګي ميراثونه، د منډیګک ماڼۍ، احمدشاهي ښار، اشوکا کتیبه، زوړ ښار او موزیم په اړه د تاریخي او فرهنګي اثارو په توګه د پېژندنې یوه لړۍ هم ځای پر ځای شوې ده.»

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان هم په یاده غونډه کې دغه تاریخي، فرهنګي، اقتصادي او سیاحتي کتلاک ډېر مهم او ګټور وباله.

د هغه په خبره، «کندهار د شاهانو خاوره» کتلاک کې یوه په زړه‌پورې برخه د تاریخي شخصیتونو ده چې پېژندل شوي دي.

دغه‌راز د کندهار پوهنتون استاد شېرشاه رشاد هم وویل، دا چې په دغه کتلاک کې له ټولو مضامینو سره ښکلي تصویرونه هم چاپ شوي، لوستونکي کولای شي په ډېرې تلوسې سره یې ولولي او له معلوماتو څخه یې برخمن شي.

دغه‌راز د کندهار پوهنتون ځینو نورو استادانو او ویناوالو هم «کندهار د شاهانو خاوره» کتلاک په اړه خبرې وکړې او دا یې د کندهار د معلوماتو په برخه کې یو ځانګړی اثر وباله چې لوستونکي کولای شي له معلوماتو سره سره یې له په زړه‌پورې انځورونو څخه هم خوند واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.