کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): د کابل طبي پوهنتون خبر ورکوي چې د کابل ښار علياباد تدریسي روغتون کې په لومړي ځل اپیډورال انستيزي پر څو کسانو تطبیق شوې او نتیجه یې هم ښه وه.
دغه پوهنتون نن (یکشنبه، مرغومي ۲۳مه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د اپیډورال انستيزي پر څو ناروغانو تطبیق شوه او نتیجه یې هم ښه او مثبته وه.»
سرچینې د دغه روغتون د مسوولینو له قوله لیکلي چې اپیډورال انستيزي به پر سرطاني، د هډوکو او ولادي ناروغانو تطبیق شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اپیډورال انستيزي د بدن د یوې مشخصې برخې د دردونو کمولو، یا په بشپړ ډول د له منځه وړو لپاره وي او ناروغ د اپیډورال انستيزۍ پر مهال له بشپړ هوښه برخمن وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP