پلخمري (پژواک، ٢٧ تله ۱۴۰۱): د بغلان حکومتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په تېرو ٢٠ کلونو کې ۲۷زره ۹۸۴ جریب دولتي ځمکې غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې هلېځلې روانې دي.
د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي د تلې په ٢٧ مه، پژواک اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دولتي غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره د ولايت مقام، کرنې رياست، ښاروالۍ او ښار جوړونې له رياستونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.
هغه وايي چې يادې کمېټې تر اوسه په دغه ولايت کې د ۲۰۳۰ غاصبینو لېست جوړ کړی دى.
هغه د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه چې د پخواني نظام په ٢٠ کلنه دوره کې يادو او يو شمېر نور کسانو ٢٧٩٨٤ جريبه دولتي ځمکې غصب کړې دي.
ده وويل چې له يادې ځمکې تر اوسه ١٢٠٠ جريبه يې بېرته راګرځول شوې او د نورو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هلېځلې روانې دي.
همدارنګه د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ريیس مهرابالدین بلال پژواک ته وويل چې د دغه ولایت مرکز پلخمري په ګډون په دوشي، نهرین او بورکې ولسوالیو کې دولتي کرنیزې، ښاري او دښتې ځمکې غصب شوې دي.
هغه وايي، د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځو په لړ کې دوې ورځې وړاندې د دوشي ولسوالۍ په ګېلهګۍ سيمه کې د خلکو هغه کورونه ونړول شول چې پر دولتي ځمکو يې جوړ کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې پخواني حکومت هم په دغه ولايت کې د دولتي غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه يوه کمېټه جوړ کړې وه.
يادې کمېټې پژواک ته ويلي و چې په بغلان ولايت کې د دولتي مسوولينو او زورواکانو له خوا څه باندې ٢٠زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن