کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د پژواک په ټویټر سپېس ‘تناظر’ کې له هېواده بهر د افغانانو پر سیاسي خوځښتونو بحث وشو، ګډونوالو وویل، ځیني دغه خوځښتونه داسې اشخاصو جوړ کړي چې د بدبختیو ملامتیا پرې نشته خو ځیني یې بیا داسې کسانو جوړ کړي چې په فساد او د جګړې په دوام کې ښکېل دي.
هغوی داسې ملي حرکت یوه اړتیا وبلله چې جګړه نه غواړي، په سیاسي اصلاحاتو کې ونډه واخلي، ولس په اکثریت او اقلیت، قوم او سمت نه وېشي او پر سرپرست حکومت یې هم غږ وکړ چې په هېواد کې سولهییز سیاسي فعالیت ته اجازه ورکړي.
دغه بحث پرون د افغانستان پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې پیل او دوه ساعته یې دوام وکړ چې ۱۸۱۸ کسانو په ژوندۍ بڼه واورېد، ۱۰ شنونکو په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او لسګونو نورو ګډونوالو بیا په لیکلې بڼه خپلې تبصرې شریکې کړې.
پر موضوع د بحث لپاره د پوهنتون استاد او سیاستوال دوکتور فضل هادي وزین، د پوهنتون استاد نجیب الله جامع، د چارو شنونکی امینالله شارق، د جمهوري غوښتونکو خوځښت استازی ضیاء بومیا، د مخابراتو وزارت پخوانی سرپرست او د سولې او عدالت خوځښت استازی سید احمدشاه سادات، د ملي ثبات ټولنې مشر او د پخواني ولسمشر سلاکار ضیاالحق امرخېل ته بلنه ورکړل شوې وه خو د حکومت له ادرسه چا په دغه بحث کې ګډون ونه کړ.
د دوحې تړون له مخې دې بینالافغاني مذاکرات وشي
د مخابراتو وزارت پخواني سرپرست او د سولې او عدالت خوځښت استازی سید احمدشاه سادات وویل، له تېرو شپږو میاشتو د سولي او عدالت پر خوځښت کار روان دی چې له دوه سوه ډېر سیاستوال، علمي کدرونه، مذهبي مشران، د مدني ټولنې استازي او نور په کې راټول شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغه خوځښت د عدم تشدد لار غوره کړې، په هېواد کې د سولې، د خلکو په اراده د حکومت جوړولو او ټولنیز عدالت پلي کولو لپاره مبارزه کوي او د هغو کړیو مخالفت هم کوي چې کورنۍ جګړې او قومي تعصباتو ته لمن وهي.
د ده په خبره، دغه خوځښت د دوحې تړون له مخې بین الافغاني مذاکرات او پر ملي مشارکت ولاړ ټول ګډون نظام غواړي؛ ځکه تېرو تجربو ښودلې چې د زور له لارې نظام پرځول او واک ته رسېدل نور ناورینونه زېږوي.
نوموړي دا هم وویل چې تېر جمهوري نظام هغو جنګسالارانو سقوط کړ چې امتیازات یې اخیستل خو هیڅ راز مسوولیت یې نه اخیست.
له هېواده بهر د سیاسي خوځښتونو جوړول انتخاب نه، بلکې مجبوریت دی
د جمهوري غوښتونکو خوځښت په استازولۍ ضیاء بومیا وویل، له هېواده بهر د سیاسي خوځښتونو جوړول انتخاب نه، بلکې یو مجبوریت دی؛ ځکه په هېواد کې دننه سیاسي فعالیت ته اجازه نشته.
هغه زیاته کړه، جمهوري غوښتونکي لومړنی غیر پوځي سیاسي او ملي بهیر دی چې د افغانستان د خلکو د جمهوري حقونو د دفاع لپاره یې فعالیت پيل کړی دی.
دی وايي، په وطن کې د ناکامو سیاستونو، ځانځانیو، په زور د واک او ځواک نیولو پرلهپسې هڅې، د یو بل نه منلو تکرار، د پردیو لاسوهنې، اوږدمهالې لوږې، بېوزلي او احتیاج زموږ بېثباتي اوږده کړې او نظامونه مو پرلهپسې راپرځېدلي دي.
د ده په خبره، دغه خوځښت د افغانستان لپاره د ملي اساسي قانون پر بنسټ یو جمهوري او ولسواک نظام غواړي چې ټول افغانان د قانون پر بنسټ په کې د خپلې سیاسي ارادې تمثیل وکړای شي، د واک او ځواک معیار د خلکو رایه وي، ملي بیرغ او نورو ټولو منل شوو ارزښتونو ته درناوی وشي او هېواد له هر راز سیمهییزو او نړۍوالو لاسوهنو او مداخلو وژغورل شي.
له هېواده بهر ځیني سیاسي خوځښتونه بهرنۍ ریښې لري او ناکامې څېرې په کې راټولې دي
د پوهنتون استاد نجیب الله جامع وویل، نوو رامنځته شوو سیاسي خوځښتونو ته باید له دې اړخه وکتل شي چې مشران یې په ولس کې څومره محبوبیت لري، مخینه (نن او پرون) یې څه ډول ده او ځمکنیو حقیقتونو ته په پام څومره د افغانستان او افغان انسان درد دوا کولای شي.
هغه زیاته کړه، ځیني دغه خوځښتونه بهرنۍ ریښې لري، د ولس د غوښتنو نمایندهګي نه کوي، تر ډېره پخوانۍ ناکامې څېرې په کې راټولې دي څو دلته او هلته د ځانونو لپاره یو دریځ رامنځته کړي.
دی وايي، اوسنی رامنځته شوی نسبي نظم د ټولو په ګټه دی، په ټوله کې باید د افغانستان او ولس ګټې مهمې وې، په کار ده په اوسني حالت کې مثبته لابي وشي.
خو نوموړي دا یادونه هم وکړه چې د ریفورم پلوی دی او له اوسني نظامه د ټاکنو، سیاسي ګوندونو ته د فرصت ورکولو، په کابینه کې د تنوع، د بیان ازادي او نورو ارزښتونو پلي کولو غوښتنه کوي.
له اوسني بد وضعیته د وتلو لپاره دې سولهییز ډیالوګ ته زمینه برابره شي
د چارو شنونکي امینالله شارق وویل، ټول افغان دردېدلي او په بد وضعیت کې دي، له دغه حالته د وتلو لپاره باید سولهییز ډیالوګ ته زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه: «د مثبت بدلون لپاره ژمنو سیاسي خوځښتونو ته اړتیا ده خو ځینو شخصیتونه او پخوانۍ څېرو ته- چې ښه نوم یې نه دی پرېیښی- د استراحت کولو وړاندیز کوم.»
ده وویل، ټول باید لاسونه سره ورکړو، بېلابېل ادرسونه باید سره را یو شي او له اوسني وضعیته په ګټې اخیستو هېواد ښه لور ته روان کړي.
هغه څېرې چې ازمایل شوې، په راتلونکي کې هم کومه تمه نه شي ترې کېدای
د ملي ثبات ټولنې مشر او د پخواني ولسمشر سلاکار ضیاالحق امرخېل وویل، ځیني سیاسي خوځښتونه د داسې څېرو له خوا جوړ شوي چې پر لوړو موقفونو یې کار کړی خو د تېر جمهوري نظام په پرځولو کې دخېل وو، هغوی په سخته ورځ ولس هېر کړ او له هېواده یې پښې سپکې کړې.
د ده په خبره، له دغسې څېرو- چې مخکې ازمایل شوې- په راتلونکي کې هم کومه تمه نه شي کېدلای.
هغه زیاته کړه: «زموږ ټولنه د افراط او تفریط قرباني ده؛ موږ یوازېنی ملت یو چې له سقوطونو او انقلابونو زدهکړه نه کوو، هر ځل تکراري او ناکامې څېرې راځي، خو ولس هغوی پېژني او باور نه ورباندې کوي، موږ ټول ولس ته ملامت یو، باید خپلې تېروتنې ومنو، نور باید ځوانانو ته فرصت ورکړل شي.»
نوموړي هغه سیاسي حرکتونه او خوځښتونه د هرکلي وړ وبلل چې د یوې اجنډا له مخې جوړ شوي وي او موخه یې له بحرانه د افغانستان ایستل وي.
هغه یادونه وکړه چې ځيني د اکثریت او اقلیت بحت مطرح کوي، خو په هېواد کې اکثریت او اقلیت نشته؛ د ده په وینا: «اکثریت زموږ ښځې دي چې له زدهکړو او کار بېبرخې دي، اکثریت زموږ ماشومان دي چې د یوه وخت ډوډۍ نه ورته رسېږي.»
نوموړي له اوسني سرپرست حکومته هم یو لړ غوښتنې وکړې او ویې ویل: «امارت په اوسني شکل دوام نه شي کولای، هغوی باید یو میکانیزم جوړ کړي، ښځو ته د تعلیم او کار حق ورکړي، په ټولو اقوامو کې پياوړې څېرې شته پر هغوی دې باور وکړي او د ځان دې یې کړي، موږ جنګ نه غواړو خو د سیاست حق لرو.»
ده غوښتننه وکړه چې «اسلامي امارت» باید پراخه سینه ولري او نیوکې ومني؛ ځکه اوس دوی حاکم دي، یوازې دا بسنه نه کوي سیاستمدار ته ووايي، راشه، تا نه وژنو، هغوی باید په خپل هېواد کې د ژوند او سیاست کولو حق ولري.
«د دین په نوم د سیاسي استبداد خوا ته روان یو»
د پوهنتون استاد او سیاستوال ډاکټر فضلهادي وزین وویل، له اوسني بحرانه د وتلو او ستونزو د حل غوره لار د یوه «ملي ګفتمان» پیلول دي څو ټول لوري پر لانجمنو موضوعاتو بحث وکړي او سیاسي ثبات رامنځته کړي؛ ځکه سیاسي ثبات د نورو ټولو «ثباتونو» بنسټ دی.
د ده په خبره، د اختلافاتو په پرتله مشترکات ډېر دي؛ انسانیت، افغانیت او اسلامیت هغه درې دایرې دي چې په اډانه کې یې د ټولو ستونزو پر حل خبرې کېدای شي.
هغه پر تېر جمهوري نظام هم نیوکې وکړې چې پر بهرنیانو متکي و، ښه اساسي قانون یې درلود خو بار بار مات شو، ولسواکۍ ته په کې درنښت ونه شو او په ټاکنو کې د خیانت تر بریده درغلۍ وشوې.
دغه راز ده یادونه وکړه چې په اوسني حالت کې یو لړ مثبت تحولات راغلي چې سترګې نه شي ترې پټېدلای؛ نسبي امنیت راغلی، مرکزي حکومت جوړ شوی، د فساد مخنیوی شوی او د افغانۍ ارزښت ساتل شوی خو په خواشینۍ سره چې ځینې ستونزې هم شته.
وزین وویل: «معلومه نه ده چې اوسنی سرپرست حکومت به تر کومه روان وي، اساسي قانون نشته، سیاسي مشروعیت نشته، برنامه او پلان نشته، غیر مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي، د قدرت انحصار شته، داسې ښکاري چې د دین په نوم د سیاسي استبداد خوا ته روان یو.»
ده خبرداری ورکړ چې اوسنی وضعیت افغانستان د سیاسي انزوا لوري ته بیايي، بېړنیو سیاسي اصلاحاتو ته اړتیا ده، خلک له هېواده په تېښته دي، معنا یې دا ده چې موږ ناسم لوري ته روان یو.
نوموړي وویل، یوه ملي ګفتمان باید پیل شي څو تېرې ستونزې وڅېړل شي، اوسنۍ ستونزې او حل لارې یې په ګوته شي، په ډېرو مسایلو کې باید «طالبان» هم له ملته عفوه وغواړي.
د یادونې ده، د بحث په اوږدو کې ګڼو ګډونوالو د موضوع په تړاو خپلې تبصرې هم شریکې کړې چې مثبت او منفي دواړه لیدلوري یې درلودل.
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن