ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سریلانکا او هالینډ د شل اووریز کرکټ نړیوال جام دویم پړاو ته لاره پیدا کړه

20 Oct 2022 - 22:24
20 Oct 2022 - 22:24

اټلانټا (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د شل اووریز کرکټ نړیوال سیالیو د لومړۍ برخې په لوبو کې سریلانکا او هالینډ ددې سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

دا سیالۍ چې په اسټرالیا کې روانې دي، د تلې په ۲۸مه، د سریلانکا او هالینډ ترمنځ د الف ګروپ وروستۍ لوبه ترسره شوه، سریلانکا ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

سریلانکا په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۲ منډې جوړې کړې، خو د هالینډ لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو په ۲۰ اوورونو کې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۱۶ منډو په توپیر سره وګټله.

له دغې لوبې وروسته سریلانکا او هالینډ دوه دوه لوبو ګټلو سره په الف ګروپ کې لومړي او دویم شول او د نړیوال جام دویم پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

نن به همدې ګروپ کې بله لوبه د نمیبیا او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره شوه، د اماراتو لوبډلې ددریو لوبغاړو په سوځېدلو په شلو اوورونو کې ۱۴۸ منډې جوړې کړې، خو د نمیبیا لوبډلې په شل اوورونو کې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او دغه راز امارات دا لوبه د اوو منډو په توپیر سره دا لوبه وګټله.

ددې لوبې ګټل نمیبیا ته کومت ګټه ونه رسوله او له اماراتو سره یو ځای له سیالیو ووتله.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ دوې برخې لري چې په لومړۍ کې يې سريلانکا، ویسټ‌انډیز، زمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ،‌ نمیبیا او متحده عربي امارات يو د بل پر وړاندې لوبه کوي.

د سیالیو په بله لوړه برخه کې، افغانستان، اسټرالیا، انګلنډ، بنګله‌دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ او هندوستان هغه اته غوره لوبډلې دي چې وار د مخه یې په مستقیمه توګه شل اووریز نړۍوال جام ته لار موندلې ده.

همدارنګه له یادې لومړۍ برخې څخه به څلور غوره لوبډلې له دغو اتو لوبډلو سره یو ځای کېږي او بیا به ټولې ۱۲ لوبډلې د نړۍوال جام په دویم پړاو کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

 

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version