Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام‌اباد کې د سولې انسټیټیوټ: پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۵۱ سلنه زیاتې شوې دي

اټلانټا (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): اسلام‌اباد کې د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ وایي چې په افغانستان کې تېر کال د جمهوري نظام له سقوط وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۵۱ سلنه ډېروالی راغلی دی.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا په سوات او نورو سیمو کې یو ځل بیا د پاکستاني طالبانو د فعالېدو راپورونه ورکړل کېږي او هلته بیا بیا په زرګونو کسانو د ناامنۍ ضد لوی لوی لاریونونه هم کړي دي.

د بي‌بي‌سي پښتو څانګې خبر له مخې، په اسلام‌اباد کې د پاک سولې مطالعاتو انسټیټیوت په خپل تازه یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۲ کال د اګسټ تر ۱۴مې پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۲۵۰ پېښو کې ۴۳۳ کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، وړم کال د کابل له سقوط مخکې د ۲۰۲۰ د اګسټ له ۱۵مې بیا تر  ۲۰۲۱ د اګسټ د ۱۴مې پورې  ۱۶۵ ترهګریزې پېښې شوې  چې په کې ۲۹۴ کسان وژل شوي دي. خو د کابل له سقوط وروسته ۷۵ زیاتې پېښې او ۱۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د دغه انسټیټوټ دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښو زور اخیستی او ځايي وګړو د پاکستاني طالبانو د بیا فعالېدو پر ضد لاریونونه کړي دي.

د پاکستان پخوانی سناتور او وتلی سیاستوال افراسیاب خټک د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې پاکستاني او افغان طالبان یو دي او ادعا کوي چې د پښتونخوا سیمې یو ځل بیا پاکستاني طالبانو ته په لاس ورکول کېږي.

افراسیاب خټک تور پورې کوي چې "د طالبانو کارخانې پاکستان کې دي."

هغه زیاتوي: "په دې کې د پاکستاني جنرالانو دوه ګټې دي، یو پر وسله والو طالبانو د سولې ملاتړ کوونکي قوتونه ځپي چې وايي، همدا د سولې غږ له وزیرستانه پکتیا ته لاړ نه شي او بل ګټه يې دا ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه څوک ولس وژني، نو د بابړې پېښې په څېر به يې ولس تل لمانځي، خو که طالبانو وژل، هېڅ خبره به نه وي."

د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر اوسه د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.