Language

یوه افغانه کورنۍ د هند په ګجرات ایالت کې له پنځو کلونو راهیسې بنده پاتې ده

اټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): د هندوستان په ګجرات ایالت کې یوه افغانه کورنۍ له تېرو پنځو کلونو راهیسې بنده پاتې ده او د  وتلو اجازه نه لري.

د هند په ممبیي ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ پر ټویټر لیکلي چې کونسل‌جنراله مېرمن ذکیې وردګ د یادې افغان کورنۍ لیدلو ته ګجرات ایالت ته ورغلې وه.

سرچینې زیاته کړې، یاده کورنۍ د ځینو عدلي او قضایي ستونزو له امله له پنځو کلونو راهیسې په ګجرات ایالت کې بنده پاتې ده او له دغه هېواده د وتلو اجازه نه لري.

خو کونسلګرۍ دا نه دي ويلي چې د دې کورنۍ ستونزه څه ده او څه ډول قضیایي قضیه لري.

login or register a new account.