منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یوه افغانه کورنۍ د هند په ګجرات ایالت کې له پنځو کلونو راهیسې بنده پاتې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۵ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): د هندوستان په ګجرات ایالت کې یوه افغانه کورنۍ له تېرو پنځو کلونو راهیسې بنده پاتې ده او د  وتلو اجازه نه لري.

د هند په ممبیي ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ پر ټویټر لیکلي چې کونسل‌جنراله مېرمن ذکیې وردګ د یادې افغان کورنۍ لیدلو ته ګجرات ایالت ته ورغلې وه.

سرچینې زیاته کړې، یاده کورنۍ د ځینو عدلي او قضایي ستونزو له امله له پنځو کلونو راهیسې په ګجرات ایالت کې بنده پاتې ده او له دغه هېواده د وتلو اجازه نه لري.

خو کونسلګرۍ دا نه دي ويلي چې د دې کورنۍ ستونزه څه ده او څه ډول قضیایي قضیه لري.

کونسلګرۍ ویلي، مېرمن ذکیه وردګ د یادې کورنۍ په محکمه کې ګډون وکړ او د  قضیې د حل لپاره یې له اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز نوموړې په احمداباد ښار کې له یو شمېر افغان محصلینو سره هم وکتل، د دوی ستونزې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د امکان تر بریده به ورته حل لارې پیدا کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال