Language

هلمند کې په تصفيوي عملياتو کې د وژل شوو ښځو کورنۍ د دې پېښې عاملينو ته بښنه وکړه

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ تله ١٤٠١): د هلمند والي وايي چې د بست کلا په تصفيوي عملياتو کې د وژل شوو دوو ښځو کورنۍ د پېښې عاملينو ته بښنه وکړه.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار شپږمې حوزې اړوند بست کلا سیمه کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال په یو پېښه کې د یوې کورنۍ دوه ښځې ووژل شوې او درې نور کسان ټپيان شول.

د هلمند حکومتي مسوولينو او د يادې کورنۍ غړو نن د اړوندې موضوع په اړه غونډه جوړه کړې وه.

د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب پژواک ته وويل چې ياده پېښه تصادفي او په غيرقصدي ډول رامنځته شوې وه.

login or register a new account.