منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې په تصفيوي عملياتو کې د وژل شوو ښځو کورنۍ د دې پېښې عاملينو ته بښنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۶۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ تله ١٤٠١): د هلمند والي وايي چې د بست کلا په تصفيوي عملياتو کې د وژل شوو دوو ښځو کورنۍ د پېښې عاملينو ته بښنه وکړه.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار شپږمې حوزې اړوند بست کلا سیمه کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال په یو پېښه کې د یوې کورنۍ دوه ښځې ووژل شوې او درې نور کسان ټپيان شول.

د هلمند حکومتي مسوولينو او د يادې کورنۍ غړو نن د اړوندې موضوع په اړه غونډه جوړه کړې وه.

د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب پژواک ته وويل چې ياده پېښه تصادفي او په غيرقصدي ډول رامنځته شوې وه.

هغه وايي چې د پېښې عاملين تر اوسه په زندان کې وو چې نن د يادې کورنۍ د مشرانو له لوري وبښل شول.

نوموړي وویل: «کومه پېښه چې رامنځته شوې وه، ډېره دردوونکې وه؛ هغه کسان مو په هماغه ورځ نيولي وو، تر اوسه زندان کې وو، زه له دې کورنۍ مننه کوم چې دغه کسان يې وبښل.»

دغه راز د زيانمنې کورنۍ مشر محمداخلاص هم ياده پېښه تصادفي وبلله او ويې ويل چې په خپله خوښه او بشپړ اخلاص يې د پېښې عاملينو ته بښنه کړې ده.

همدارنګه د هلمند عالمانو شورا رييس مولوي محمد اسماعيل وويل چې سوله او روغه جوړه د يوې ټولنې د بريا، پرمختګ او نيکمرغۍ لامل کېږي نو ټول بايد يو بل ته بښنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه