ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې پر رواني ناروغۍ اخته کسانو شمېر ډېر شوی

هرات کې پر رواني ناروغۍ اخته کسانو شمېر ډېر شوی

author avatar
21 Oct 2022 - 15:49
هرات کې پر رواني ناروغۍ اخته کسانو شمېر ډېر شوی
author avatar
21 Oct 2022 - 15:49

هرات (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲ زره ۳۲۴ رواني ناروغانو دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې ده.

مسوولین زیاتوي، هره میاشت له هرات ښار او کلیوالي سیمو څخه سلګونه رواني ناروغان یاد مرکز ته د درملنې په موخه مراجعه کوي.

د هرات حوزوي روغتون د رواني روغتیا سرویس مسوول ډاکټر عبدالقیوم محمدي له پژواک سره په خبرو کې وویل، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۲ زره ۳۲۴ کسانو چې پر رواني ناروغۍ اخته وو، دغه مرکز ته د درملنې په موخه مراجعه کړې؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۲زره ۹۰ کسانو مراجعه کړې وه.

محمدي زیاته کړه چې ډېری دغه ناروغان ښځې دي او د ۲۳۲۴ کسانو له ډلې چې په یاد مرکز کې تر درملنې لاندې نیول شوي، ۱۵۲۹ یې ښځې او یوازې ۷۹۵ یې نارینه دي.

په دغه حال کې، یاد مرکز ته ځیني مراجعه کوونکو چې له بېلابېلو رواني ناروغیو رنځېږي له پژواک سره په خبرو کې وویل، بې‌وزلي او بې‌کاري هغه لاملونه دي چې په ځوانانو او په ځانګړي ډول ښځو کې دغه ناروغي ډېره کړې ده.

د یاد مرکز یوه ناروغه نسرین (مستعار نوم) وایي، اوسنی ناوړه اقتصادي شرایط او د کار نشتوالی د دې لامل شوی چې هغه پر رواني او روحي ناروغۍ اخته شي.

دغه روغتون ته  د رواني ناروغۍ درملنې په موخه یوې بلې راغلې ناروغې امنې هم وویل چې د درېیو ځوانو زامنو بې کاره کېدل یې، په کورنۍ کې یې خراب اقتصادي وضعیت او کورني جنجالونه هغه عوامل وو چې هغه خپل عادي حالت له لاسه ورکړي.

ارواه‌پوهان هم په دې باور دي چې رواني ناروغۍ په مشوره، تحرک او انګېزې ورکولو سره تر یوه بریده درملېدای شي.

په هرات ولایت کې یو روانپوه علي‌احمد مختار له پژواک سره په خبرو کې وویل چې کورني اختلافات، له تحصیله محرومیت، اقتصادي ستونزې، بېکاري، اجباري ودونه او په ټولنه کې تحمیل شوي محدویتونه پر روحي او رواني ناروغیو د اخته کېدو اساسي عوامل دي.

نوموړی ټينګار کوي: «په کور کې دوامداره ناسته په ښځو کې د خپګان او روحي او رواني ناروغیو زیاتوالي باندې اغېز کوي او له هغو کورنیو چې په کې دغه راز ناروغان لیدل کېږي، باید د امکان تر حده دغه کس ته رسېدنه وکړي، پر یوه کار یې بوخت کړي او یا هم ورته په انګېزه او مشوره ورکولو سره هغو ته قوت او تحرک ورکړي.»

همداراز د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نعیم‌الحق حقاني وویل چې د رواني ناروغۍ د ډېرېدو اساسي لامل په هېواد کې څلور لسیزې جګړې وې چې ډېرې ښځې ترې زیانمنې شوې دي.

د هغه په خبره، د یادې ناروغۍ د کمېدو په موخه باید د ښځو او ځوانانو لپاره ښوونیز او د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي، چې په دې برخه کې به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له عامې روغتیا ریاست سره په ګډه پروګرامونه جوړ کړي.

دا په داسې حال ده چې د هرات د عامې روغتیا ریاست شمېرې ښيي چې د ورځې په منځني ډول پر رواني ناروغۍ اخته ۲۵۰ کسان د دغه ولایت حوزوي روغتون د درملنې لپاره مراجعه کوي.

ډاکټران هم وایي چې د بې‌کارۍ او راتلونکي ته د ناهیلي له زیاتېدو سره، په دغه ولایت کې د رواني ناروغانو د ډېرېدو احتمال شته دی.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.