Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په دایکنډي کې یوې موسسې ۱۷۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

نیلي (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): رازي ټولنیزه او پرمختیایي موسسه چې تازه یې په دایکنډي ولایت کې فعالیت پیل کړی، په خپله لومړۍ پروژه کې ۱۷۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دایکنډي کې د رازي موسسې ولایتي مسوول وویل: «دغه بنسټ په ۲۰۰۸ کال کې خپل فعالیتونه  د افغانستان په لوېديڅ کې پیل کړل او تر اوسه یې د کرنې د فن او حرفې زده‌کړې د ښځو اقتصاد په پیاوړتیا او له زیانمنو د ملاتړ برخو کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

هغه زیاته کړه، یادې موسسې په دایکنډي ولایت کې خپل فعالیتونه د «ودانیزو پروژو» تر عنوان لاندې پیل کړي او له دې لارې یې ۱۷۵ بې سرپرستو بېوزلو کسانو ته د خیاطۍ، د کورونو وسایلو د ترمیم او موټرسایکل  جوړونې حرفې د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

د هغه په خبره، له دغه فرصته ګټه اخیستونکي ۱۰۰ ښځې او ۷۵ کسان دي چې شپږ میاشتې به زده‎کړه وویني او د زده‎کړې په ختم کې به ورته د کار وسایل او امکانات هم ورکړل شي.

هغه وویل، دغه کسان دوه میاشتې مخکې سروې شوي وو او ټاکل شوې چې سبا یکشنبه یې د روزنې لوړۍ پیل شي.

له بلې خوا، په یاده پروژه کې شامل کسان خوښ دي.

په دې پروژه کې یوې شاملې ښځې ریحان رضایي وویل، ډېره خوښه ده او تصمیم لري چې په دې برخه کې په روزل کېدو سره به د ښځو لاسي صنایع برخه کې پانګونه کوي.

په همدې حال کې د دایکنډي سیمه‌ییزه چارواکي هم د رازي ټولنیزې او پرمختیایي موسسې فعالیتونه د بې سرپرسته او بېوزلو ښځو د هوساینې لپاره یو ښه ګام بولي.

د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس سید مصطفی صالح وویل، د یادې موسسې د کار په پیل خوښ دي او د ابادۍ پروژه کې له شامل شوو کسانو هم غواړي چې له دغه فرصته ګټه واخلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.