ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۴۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۴۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
22 Oct 2022 - 17:48
تېره اونۍ افغانستان کې ۴۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
22 Oct 2022 - 17:48

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونه له افغان سرپرست حکومت سره د باور جوړولو په حال کې دی، خو په ورته وخت کې کابل له بیجنګ سره هم پر رسمي تعامل او لوړه کچه راشه درشه خبرې کړې دي.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • توماس ویسټ: امریکا له افغان سرپرست حکومت سره د باور جوړولو په حال کې ده.
  • بیجنګ او کابل پر رسمي تعامل او لوړه کچه راشه درشه خبرې کړې دي.
  • د اتحاد العلماء غونډه: علماء دې د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې رول ولوبوي.
  • مجاهد: اسلامي امارت هڅه کړې، خو لوېدیځ نه پرېږدي چې اسلامي حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
  • بېلابېلو هېوادونو یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه وکړه.
  • مجاهد: له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل حتمي دي.
  • تېره اونۍ بیا ۴۰ میلیون ډالر افغانستان ته راورسېدل.
  • تاجکستان له افغانستانه د احتمالي امنیتي ګواښونو اندېښنه لري، خو کابل وایي چې له افغانستانه چا ته ګواښ نشته.

  مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، تېره شپه په کابل کې د عملياتو پرمهال د داعش ډلې شپږ کسان وژل شوي، دوه يې ژوندي نيول شوي او له امنيتي کسانو هم يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې د سړک غاړې ماين چادونې يو کس ټپي کړی دی.

ځايي چارواکي وايي، په کندوز کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال پنځه وسله‌وال وژل شوي او ناپېژاندو وسله‌والو بيا په فراه کې يو ښوونکی وژلی دی.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر یو شمېر کسانو ډزې کړې. هغوی وایي، په دغو ډزو کې يو کس ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان دي.

راپورونه ښيي، د ناچادو توکو چاودنې په سرپل، فراه او فارياب ولایتونو کې له يو، يو تن او په بادغيس کې له درېيو ماشومانو ژوند اخيستی دی.

ځايي چارواکي وايي، په بغلان او اروزګان کې يو، یو تن خپلې مېرمنې وژلې دي، په بدخشان کې يوې مېرمنې د جنسي تېري په تور يو کس وژلی، په فاریاب کې يوه کس خپل ورور وژلی، په کندهار کې يوه کس خپل پلار وژلی او په غزني کې بيا دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی.

دغه‌راز، د غزني په ده‌يک ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپور نه وي ترلاسه کړی او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له افغانستان سره د باور جوړول، تعامل او رسمیت پېژندنه

تېره اونۍ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ وویل، امریکا له افغان سرپرست حکومت سره د باور جوړولو په حال کې ده، خو هغه وویل، واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرو ډلو» پر خوندي ځای بدل شي.

دغه‌راز، په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست سید محی‌الدین سادات د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مرستیال چينګ سونګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر رسمي تعامل، لوړه کچه راشه درشه او نورو اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، په ترکیه کې د اتحاد العلماء کنفرانس له علماوو وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په پراختیا او رسمیت پېژندلو کې مثبت رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا نه غواړي افغانستان په رسمیت وپېژندل شي او يو شمېر اسلامي هېوادونه د ځینو ستونزو او نزاکتونو له امله چې امریکا سره یې لري، لېواله نه ‌دي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

هغه په داسې حال کې چې له امریکا او اروپا سره د افغانستان پر ښو اړیکو یې ټینګار کاوه، زیاته کړه: «په‌دې کې د لوېدیځ لاس دی. که څه هم اسلامي امارت هڅه کړې او کوي یې، خو دوی نه پرېږدي چې اسلامي حکومت په رسمیت وپېژندل او له هغوی سره همکاري وشي، خو له بده‌مرغه ځیني فشارونه اچول کېږي.»

د نجونو زدهکړې

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

خو ذبیح‌الله مجاهد په ترکیه کې د دیني علماوو جوړې شوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصېدل حتمي دي او نجونو ته د نصاب سمونې او د جلا ښوونیز سیسټم جوړولو پر برخو کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پرله‌پسې توګه په هېواد کې دننه او بهر د نجونو  د یادو ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه کېږي.

تېره اونۍ هم په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې لانا زکی نسیبه د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو بندیزونه لرې کړي.

راپورونه ښيي، امریکا متحده ایالتونو، بریتانیې، قطر، اسټرالیا، بنګله‌دېش، بلجیم، کاناډا، چاد، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، اندونیزیا، ایرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لیتوانیا، ناروې، سريلانکا، ترکیه، ترکمنستان او د متحده عربي اماراتو په ګډون ځینو نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د نجونو د ثانوي ښوونځيو خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي؛ اسلامي امارت د نظام د مخته بیولو، په سیاسي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او ښوونیزو برخو کې اصول لري او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ځان مسوول ګڼي.

 افغانستان کې بشري حقونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ وايي ، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم له بحراني حالت سره مخ دی او په دې برخه کې باید جدي اقدامات وشي.

تېره اونۍ، یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د «ښځې، سوله او امنیت» تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې ټینګار وکړ چې ښځو ته باید ټول حقونه ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اوسنی حکومت وایي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرېنفیلډ وايي: «موږ کار کوو څو دغو د نه منلو پالیسیو ته ځواب ورکړو او د ښځو غږ پورته کړو. موږ د امریکا او افغانستان ترمنځ مشورتي میکانیزم جوړ کړی. دغه میکانیزم د ښځو او مدني فعالانو په ګډون د ټولو قشرونو غږونه رانغاړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنیه محمدي وايي: «ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره په تعامل کې دي؛ څو له بشري حقونو او همداراز جنسیت ته له پام پرته له ټولو افغانانو ملاتړ وشي.»

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال گِنگ شوانگ وايي: «چین هیله‌مند دی چې افغان ښځې خپل اساسي حقوق ترلاسه کړي او همداراز په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ونډه ولري او دوی د خپل هېواد د سولې او بیارغونې په بهیر کې مهم ځواک شي.»

په ملګرو ملتونو کې د هند د دایمي استازي مرستیال راویندرا ویلي: «موږ غواړو چې ښځې او لږکي د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري او حقونه یې په بشپړه توګه رعایت شي.»

په ملګرو ملتونو کې د ناورې سفیره مونا جول وايي: «افغان ښځو له نړۍوالو د یوې داسې طرحې غوښتنه کړې چې مخامخ له طالبانو سره خبرو ته کېني. موږ هم په همدې لټه کې یو چې دغه زمینه ورته برابره کړو.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د افغانانو ژوند ته کوم ګواښ متوجه نه‌دی او حقونه یې خوندي دي. د دوی د حقونو د تامین او د خلکو خدمت لپاره په ولایتونو او ولسوالیو کې زرګونه محکمې فعالې شوې دي. که له هر حق څخه شکایت لري، محکمې ته دې لاړ شي، ورکول کېږي.»

د مرستو دوام

راپورونه ښیي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د لوږې بحران د مخنیوي په موخه د دغه هېواد له ۳۸ سلنه وګړو سره د کرنیزو محصولاتو مرسته کوي او د هند سفارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۵.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.

د امنیت شورا د «ښځې، سوله او امنیت» تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه: افغان ښځو ته دې حقونه ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو کڅوړه کابل ته راورسېده. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، په تېر یوه کال کې یې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي دي.

د دوشنبې اندېښنه او د کابل ځواب

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په غونډه کې وویل چې له افغانستانه د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله له دغه هېواد سره پر پوله نوي تاسیسات جوړوي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «زموږ له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ نشته. خپلو پولو ته متوجه یو، له نورو هېوادونو سره مو د خپلو پولو امنیت په سمه توګه تامین کړی دی.»

د نوي حرکت د موجوديت اعلان

تېره اونۍ، د «بدلون» تر شعار لاندې د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د موجوديت اعلان وکړ او د مفاهمې له لارې يې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

 د افغانستان پخوانی د بهرنيو چارو وزير محمد حنیف اتمر او د تېر حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د دغه خوځښت مهم غړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کريمي د ياد حرکت د اعلان په غبرګون کې وویل، دغه څېرې خلکو ته د منلو نه دي. هغه له ټولو مخکنیو چارواکو وغوښتل چې له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شي.

Visits: 91

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.