کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارواکو او د هېواد ځینو سياسي او متخصصو شخصيتونو ترمنځ د افغانستان د «يو کلن ډيپلوماتيک مزل، لوړو ژورو او فرصتونو» په اړه علمي او تخصصي بحث وشو.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاءاحمد تکل تېره شپه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې وړمه ورځ بهرنيو چارو په وزارت کې د هېواد له سياسي او متخصصو شخصيتونو سره ناسته شوې ده.
دی وايي: «په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي، مالي او اداري معين مولوي رحمت الحق فضيل، د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبداللطيف نظري او د هېواد، سياسي او متخصصو شخصيتونو ترمنځ د افغانستان پر يو کلن ډيپلوماتيک مزل، لوړو ژورو او فرصتونو هر اړخيز علمي او تخصصي بحث وشو.»
سرچینې د متقي له قوله لیکلي چې له «متعهدو متخصصينو» سره ورته ناستو ته به ادامه ورکوي، د هغوی نظرياتو ته په درنه سترګه ګوري او ګټه به ترې پورته کوي.
له انځورونو ښکاري چې په یاده غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخواني مشر عبدالستار سعادت، د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار، د سولهییز بدلون بنسټ مشر ډاکټر فاروق اعظم، پخواني والي لطفالله مشعل او د افغانستان د ملت ګوند مشر جعفر مهدوي ګډون کړی درلود.
د ناستې یوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، توافق دا شوی چې د ناستې مسایل به نه مطبوعاتي کېږي.
دا په داسې حال کې ده، د تېرې تلې مياشتې په ۲۸مه شپه د پژواک د ټویټر سپېس د «تناظر» خپرونې ګډونوالو د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې سولهییزو سیاسي فعالیتونو ته اجازه ورکړي.
Views: 670
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن