پل علم (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه، تاریخي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیعالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو له نندارتون جوړولو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.
هغه زیاته کړه، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې له کتاب او مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او هڅې پیل شوې چې ورته نندارتونونه په مرکز پل علم او نورو ولسوالیو کې هم جوړ شي.
ده وویل: «دا نندارتون د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړ شوی چې یوه ورځ به دوام وکړي، په نندارتون کې زرګونه ټوکه بېلابېل ګټور کتابونه، تاریخي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.»
د لوګر یوه فرهنګي فعال نوروز ځلاند پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ډول نندارتونونو جوړولو له لارې به ځوانان د کتاب او مطالعې پر ارزښت پوه شي.
نوموړي له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه وغوښتل چې د مطالعې دود د را ژوندي کولو په موخه ورته پروګرامونه د ولسوالیو او کلیو په کچه هم جوړ کړي.
هغه وايي: «کتاب او د کتاب لوستل د اسلامي تمدن، اسلامي امت او افغانانو د پرمختګ وسیله ده، له کتاب لرېوالی د دې لامل شوی چې موږ د پېړو په اوږدو کې له ستونزو سره مخ شو، چې اوس یې بیه پرې کوو. زه د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه هیله کوم چې ورته نندارتونونه په کلیو او ولسوالیو کې هم جوړ کړي.»
د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي صفيالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله د کتابونو پلور او مطالعې کچه راټېټه شوې ده.
نوموړی وایي، اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د هېواد په کچه د کتاب او مطالعې د ازرښت په اړه هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړي.
ده زیاته کړه: «په اوس وخت کې ځوانان له کتاب او مطالعې لرې شوي دي، علت یې هم خواله رسنۍ دي، ډېر ځوانان تمامه ورځ په خواله رسنیو کې بوخت وي، کتاب او مطالعه ورڅخه پاتې وي، خو دا ډول پروګرامونه به وکولای شي چې ځوانان کتاب او مطالعې ته راوبولي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د لوګر په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کتاب پلورونکي وایي، د کتابونو د چاپ، پېر او پلور بازار پیکه شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP