ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډبرو سکرو او تېلو بیې لوړې شوې خو د ګاز او سون لرګیو بیې رالوېدلې دي

د ډبرو سکرو او تېلو بیې لوړې شوې خو د ګاز او سون لرګیو بیې رالوېدلې دي

author avatar
26 Oct 2022 - 13:38
د ډبرو سکرو او تېلو بیې لوړې شوې خو د ګاز او سون لرګیو بیې رالوېدلې دي
author avatar
26 Oct 2022 - 13:38

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): په کابل کې د تېر یوه کال په پرتله په منځنۍ کچه د ډبرو سکرو بیې ۳۹ سلنه او د تېلو ۳۲ سلنه لوړې شوې، خو د اوبلن ګاز بیه ۲۹ سلنه او د سون لرګیو او د ارې بورو بیه ۸ سلنه رالوېدلي ده.

په کابل کې خلک ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره له یادو توکو ګټه اخلي، خو ډېر یې د ډبرو سکاره او لرګي کاروي. ځینو ښاریانو پژواک ته ویلي چې د اقتصادي ستونزو له امله د سون‌توکو د پېر وس نه لري او حکومت دې هڅه وکړي چې د سکرو ډبرو بیې هم راولوېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) وایي، راروان ژمی به د افغانستان ۷۹ سلنه خلک د ګرمولو لپاره اړینو توکو ته لاسرسی ونه لري.

د ډبرو سکرو بیه ۳۹ سلنه لوړه شوې  

د هټۍ‌والو د معلوماتو له مخې، تېر کال د لړم میاشتې په لومړیو کې یو خروار (اتیا منه) د ډبرو ښه سکاره په ۷۵۰۰ او د ټیټې بیې په ۶۰۰۰ افغانۍ و، خو اوس یو خروار ښه سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ او د ټیټې بیې په ۸۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي. خو د پژواک یو راپور ښیي چې تېر کال په لړم میاشت کې یو خروار باکیفیته د ډبرو سکاره په ۶۵۰۰ افغانۍ پلورل کېدل.

د سکرو ډبرو یو پلورونکی محمدخان منګل وایي: «مخکې د سکرو غټې ډبرې راتلې، اوس ډېری د سکرو ډبرې پاکستان ته ځي او واړه او خاکه دلته پاتې کېږي چې دا هم موږ د نورو کلونو په پرتله په ډېره لوړه بیه اخلو.»

دی وایي، ډېر خلک د پېرلو لپاره راځي خو کله چې د بیو پوښتنه وکړي نو یا یې هیڅ نه پېرې او هم لږ پېري؛ ځکه چې د سکرو بیې لوړې دي او خلک یې وس نه لري.

د تېلو بیې په منځنۍ کچه ۳۲ سلنه لوړې شوې دي

د پژواک د اونیزو اقتصادي راپورونو له مخې، تېر کال دا مهال یو لیټر ډیزل په ۶۳ افغانۍ او یو لیټر پټرول په ۷۲ افغانۍ و، خو په کابل کې خورشید د تیلو ټانک مسوول سمیع‌الله وایي چې اوس یو لیټر ډیزل په ۹۷ افغانۍ او یو لیټر پټرول په ۸۱ افغانۍ پلورل کېږي.

دی وایي، د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو، په افغانستان کې د تېر کال د زمري میاشتې له تحول وروسته پر افغانستان د بندیزونو لګېدو او دغه‌راز په نړۍواله کچه د تېلو بیو لوړوالي له امله افغانستان کې د ډیزلو بیه تر شاوخوا ۱۱۰ افغانیو او د پټرولو تر شاوخوا ۹۵ لوړه شوه، خو وروسته له هغه چې د ډالر بیه راولوېده، د تېلو بیې هم یو څه راټیټې شوې.

د ده په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت چې له روسیې څخه د تېلو، ګاز او خوراکي توکو د پېر تړون لاسلیک کړ، ورسره په هېواد کې د تېلو او ګاز بیې هم ټیټې شوې او ښایې په راتلونکې کې نورې هم راولوېږي.

د راپورونو له مخې، د تېر کال د زمري په نهمه، له سیاسي تحول مخکې یو امریکایي ډالر په ۷۹.۷۰ افغانۍ و، خو له تحول وروسته د همدغه کال د لیندۍ په ۲۲مه یو امریکايي ډالر تر ۱۳۰ افغانیو لوړ شو، خو لږ وروسته د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شو او د سلواغې تر ۱۱مې د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانیو ته راټیټه شوه.

نن په کابل کې دافغانیو پر وړاندې د یوه امریکایي ډالره بیه ۸۷.۶۰ افغانۍ ده.

د اوبلن ګاز بیه ۲۹ سلنه رالوېدلې ده

تېر کال دا مهال یو کیلو اوبلن ګاز په ۸۵ افغانۍ پلورل کېده او وروسته تر ۹۵ افغانۍ ورسېد، خو اوس یې بیه ۶۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د اوبلن ګاز پلورونکی محمد شریف وایي، له روسیې سره د افغانستان د یاد شوي تړون له مخې په کابل کې د ګاز بیه رالوېدلې او تمه ده چې د ژمي پرمهال به په خپل حال پاتې شي.

د سون لرګیو او ارې بورو بیې په منځنۍ کچه ۸ سلنه رالوېدلې دي

تېر کال دا مهال یو خروار پوست لرونکی ارچه لرګی په ۶۸۰۰ افغانۍ، بې‌پوسته ارچه لرګي په ۶۹۰۰ افغانۍ، پوست‌لرونکی بلوط لرګی په ۷۲۰۰ افغانۍ، بې‌پوسته بلوط لرګی په ۸۰۰۰ افغانۍ، د ارې ښه بور په ۸۵۰۰ افغانۍ او ارزانه د ارې بور په ۷۰۰۰ افغانۍ وو.

خو دا مهال یو خروار پوست‌لرونکی ارچه لرګی په ۶۵۰۰ افغانۍ، بې‌پوسته ارچه لرګي په ۶۸۰۰ افغانۍ، پوست لرونکی‌بلوط لرګی په ۷۶۰۰ افغانۍ، بې‌پوسته بلوط لرګی په ۷۰۰۰ افغانۍ، د ارې ښه بور په ۷۵۰۰ افغانۍ او ارزانه د ارې بور په ۵۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږی.

پژواک خبري اژانس د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند ټانګ لوګر سیمه کې – چې د نورو سیمو په پرتله پکې د سون‌توکي ډېر پلور کېږي – له هټۍوالو سره د دغو توکو د بیو په اړه خبرې کړې دي.

د کابل ښار په اتمه حوزه کې د سون لرګیو یو پلورونکی محمدغفار وایي: «د تېر کال په پرتله نسبتا سږ کال بیې ښې دي، چې حالاتو ته پام وکړې، اوړو ته پام وکړې، غوړو ته پام وکړې، د لرګیو بیې ښې دي.»

د ده په اند، د لرګیو بیې ځکه ټیټې شوې چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او ډېر خلک یا لرګي نه اخلي او یا هم د پخوا په پرتله کم اخلي.

د کابل ښار اوسېدونکی علي محمد د لرګیو او ارې بورو د بیو په اړه وایي: «نرخ ته چې ګورې، غربت ته چې ګورې، وزګارۍ ته چې ګورې نو بیې اوس هم لوړې دي.»

هغه وایي چې په هر ژمي کې د کور لپاره دوه خرواره لرګي پېري خو اوس یې ۶۰ منه اخېستي؛ ځکه چې د نورو د پېر لپاره پیسې نه لري.

دی وایي، د ټولو خلکو اصلي ستونزه وزګارتیا ده او که چېرې څه ناڅه د کاروبار زمینه خلکو ته برابره شي، بیا  خوراکي توکي او د سون‌توکي هم پېرلی شي.

ده له حکومته وغوښتل چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د ژمي په رارسېدو سره یو څه هڅه وکړي چې د خوراکي او نور اړینو توکو بیې نورې هم راټیټې شي.

Views: 175

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.