کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیدرلنډ زمبابوې او هند بیا بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
د نړۍوال جام سیالیو په دوام کې نن (چهارشنبه) دوې لوبې ترسره شوې چې لومړۍ د نیدرلنډ او زمبابوې د ترمنځ او دویمه یې د هند او بنګله دېش ترمنځ وه.
په اوله لوبه کې زمبابوې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۱۷ منډې وکړې او نيدرلنډ ته یې د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه.
د نیدرلنډ لوبډلې یاد هدف په اتلسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او زمبابوې ته یې د پنځو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
همدارنګه د نن ورځې په دویمه لوبه کې هندوستان لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۸۴ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.
دغه راز کله چې بنګله دېش لوبډلې توپوهنه پيل کړه، تر شپږو اورونو وروسته لوبه د باران له امله وځنډېده او د کرکټ د قانون له مخې د شلو اورونو پر ځای د ۱۶ اورونو سیالۍ تر سره شوه.
همدارنګه بنګله دېش ته په ۱۶ اورونو کې ۱۵۱ منډو هدف وټاکل شو، خو بنګله دېش یاد هدف پوره نه کړای شو او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۴۵منډې وکړې او لوبه یې د پنځو منډو په توپیر هندوستان ته وبایلله.
د کرکټ شل اوریز نړۍوال جام د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۶مه، اسټراليا کې پيل شوی او پایلوبه به يې د نومبر په ۱۳مه کېږي.
د یادونې وړ ده چې په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې سبا د سوېلي افریقا او پاکستان تر منځ لوبه کېږي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن