ژبه

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ نیدرلنډ زمبابوې او هند بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیدرلنډ زمبابوې او هند بیا بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

د نړۍوال جام سیالیو په دوام کې نن (چهارشنبه) دوې لوبې ترسره شوې چې لومړۍ د نیدرلنډ او زمبابوې د ترمنځ او دویمه یې د هند او بنګله دېش ترمنځ وه.

په اوله لوبه کې زمبابوې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۱۷ منډې وکړې او نيدرلنډ ته یې د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه.

د نیدرلنډ لوبډلې یاد هدف په اتلسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او زمبابوې ته یې د پنځو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

login or register a new account.