میدانښار (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت امنیې قومانداني وايي، وړمه ورځ يې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید یوه لویه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
سرچینې ويلي: «قرکتک سیمه کې د نشهيي توکو یوه لویه کارخانه کشف او له منځه وړل شوې او ۱۰۰۰ کیلوګرامه خالص چرس، ۱۲۵۰ کیلوګرامه ناخالص چرس، ۱۰۰۰ کیلوګرامه د سود په نوم نشهيي توکي هم ترلاسه شوي.»
په خبرپاڼه کې دغهراز ویل شوي چې د نشهيي توکو اصلي کاروباریان له سیمې تښتېدلي، خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅه کوي.
Views: 49