Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پلخمري (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولین وايي چې په شمالي سالنګ کې د یوه فلانګوچ موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.

د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول حافظ محمدیعقوب د لړم په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۷ بجې يو فلانکوچ موټر چې له دايکندي بلخ ولايت ته پر لاره و چې په شمالي سالنګ کې د هوا خرابولي له امله چپه شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يوه ښځه، يو سړى او يو ماشوم مړه شوي او د ښځو په ګډون اته نور کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وايي چې له يادې پېښې درې مړي او څلور ټپيان ولايتي روغتون ته ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.