منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۶ کتنې
ارشیف
ارشیف

پلخمري (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولین وايي چې په شمالي سالنګ کې د یوه فلانګوچ موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.

د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول حافظ محمدیعقوب د لړم په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۷ بجې يو فلانکوچ موټر چې له دايکندي بلخ ولايت ته پر لاره و چې په شمالي سالنګ کې د هوا خرابولي له امله چپه شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يوه ښځه، يو سړى او يو ماشوم مړه شوي او د ښځو په ګډون اته نور کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وايي چې له يادې پېښې درې مړي او څلور ټپيان ولايتي روغتون ته ور وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم په بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه