ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
5 Nov 2022 - 17:38
تېره اونۍ افغانستان کې ۲۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
5 Nov 2022 - 17:38

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): کابل د دوحې په همکارۍ له نړۍوالې ټولنې سره د ښو اړیکو جوړولو هڅې کوي او په دې اړه چې د مسکو غونډې ته یې استازی نه دی بلل شوی وایي، له هرې هغې ناسته هرکلی کوي چې د افغانستان په ګټه وي.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • مولوي عبدالکبیر: غواړو د دوحې په منځګړیتوب له نړۍوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړو.
  • کابلوف: مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کې به د کابل استازي ګډون نه لري.
  • مجاهد: له هرې هغې ناسته هرکلی کوو چې د افغانستان منفعت په کې وي؛ که موږ په کې ګډون وکړو او يا یې نه کړو.
  • بریتانیا د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د نږدې ۲۹ ميليون ډالرو مرسته کوي.
  • سیګار وایي، د امریکا حکومت له افغانستان سره د ۱.۱ میلیارد ډالرو مرستې په اړه د څېړنو مخنیوی کړی دی.
  • د هاګ محکمه وایي، په افغانستان کې د جګړو پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدل څېړي، خو امریکا یې مخالفت کړی دی.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل په پنځمه امنيتي حوزه کې د ماين چادونې اته کسان ټپيان کړي او د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د يو لړ عملیاتو پر مهال دوه «انسان تښتوونکي» وژل شوي دي.

تېره اونۍ، ناپېژاندو وسله‌والو په کندهار کې يو سوداګر، په خوست کې يوه ماشومه او په سرپل کې يو امنيتي کس وژلی دی.

په زابل کې چادونې درې ماشومان او يوه ښځه ټپي کړې، په فارياب کې یوه نجلۍ په سهوې سره خپل ځان په کلاشینکوف ویشتلی او وژلی دی او په ننګرهار کې يوه پلار خپل زوی وژلی دی.

راپورونه ښيي چې په سرپل کې د ځمکې پر سر شخړې له امله د يوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او په فارياب کې يو تن، يوې ښځې ته د نامشروع اړیکو په موخه ورغلی، د کلي خلک پسې ورغلي، ياد کس د کلي له ورغلو کسانو دوه تنه ټپيان کړي او تورنه ښځه یې پلار وژلې ده.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپور نه وي ترلاسه کړی او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۶۲ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له نړۍ سره د کابل تعامل

د ریاست‌الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قطري چارواکو سره د ليدنې پر مهال ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت غواړي، په هېواد کې د بشري مرستو د زیاتوالي په موخه د دوحې په همکارۍ او منځګړیتوب له اسلامي هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، په چين کې د يوې ناستې پر مهال ویلي، د افغانستان له خلکو سره د بشري او اقتصادي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې لپاره بايد له دغه هېواد سره دوامداره تعامل وشي.

خو د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ویلي چې په مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړېږي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې  تېر کال د اکټوبر په شلمه په روسیه کې ورته ناسته جوړه شوه او په دې ناسته کې د افغانستان د ریاست الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي برخه اخستې وه.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد نن په کابل کې د مسکو ناسته کې د سرپرست حکومت د استازي د ګډون په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «له هرې هغې ناسته چې د افغانستان منفعت په کې وي، که موږ په کې ګډون وکړو او يا و نه کړو؛ هرکلی يې کوو، تاييدوو یې. ځکه موږ د سيمې په کچه عمومي همغږۍ ته اړتيا لرو، په دې وروستيو کې هغه ناستې چې په ځينو هېوادونو کې ترسره شوې، د دې غوښتونکي شوې چې د افغانستان له اوسني وضعیت سره مرسته وشي، ثبات دوامداره شي او امنیت دوامداره شي.»

د چک د بهرنیو چارو وزیر جان لي پاول ویلي: «چک د افغانستان په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر لومړۍ بندوي؛ ځکه داسې نه پتېیل کېږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت به ښه شي.»

خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین وايي: «د چک جمهوریت چې وايي، په افغانستان امنیت ښه نه ‌دی، هېڅ د توجیه وړ نه‌ دی او ټولو ته معلومه ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی.»

دا مهال په افغانستان کې د هند، چین، ازبکستان، اروپايي ټولنې، روسیې او اماراتو په ګډون د څه باندې لسو هېوادونو سفارتونه فعال دي او همداراز د اسلامي امارت یو شمېر ډيپلوماټان د روسیې، ازبکستان، چین، ایران او پاکستان له لوري منل شوي؛ خو د یادو هېوادونو چارواکو په ډاګه کړې چې دغه چاره د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه ده.

د امریکا، چین، ایران او ازبکستان چارواکي د افغانستان په اړه څه وایي؟

تېره اونۍ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د چین له ولسمشر شي‌جين‌ پينګ سره په لیدنه کې د افغانستان د وضعیت په ګډون پر سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې او د دواړو هېوادونو مشرانو ويلي چې يو سوله‌ييز او باثباته افغانستان به د سيمې امنيت او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي.

دغه‌راز، افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویست او ډاکټر عبدالله د اوسنيو ستونزو د حل په موخه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پر پرانیستو، د اوسنیو ستونزو د حل او په هېواد کې د سراسري ثبات د تامین لپاره پر واقعي بین‌الافغاني خبرو او د ملي یووالي پر تحکیم او ملي مشارکت ټينګار کړی دی.

دغه‌راز، په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له ډاکټر عبدالله سره د ليدنې پر مهال ویلي، هېواد یې د تېر په څېر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

راپورونه ښيي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر ناراف په تاشکند کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې آنالنا شارلوته الما بربوک سره په لېدنه کې ویلي، تاشکند په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر کرن ډیکر په ترکیه کې له یو شمېر افغان فعالانو او خبریالانو سره تر لیدنې وروسته ویلي، افغانان چې په هر ځای کې وي، د خپل هېواد په راتلونکي کې د ګډون حق لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي، واشنګټن او په ټوله نړۍ کې به یې متحدان هېڅکله اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترهګرو په داسې خوندي پناه‌ځای بدل شي چې د امریکا لپاره  ګواښ وي.

د دوحې خبرې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د ملا برادر اخند په مشرۍ به يو پلاوی د امریکا د ملي امنیت له سلاکار او د سي‌اې‌اې مرستیال سره په دوحه کې پر ځینو موضوعاتو لیده کاته ولري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل، امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هوکړې او تفاهم په لټه کې ده او غواړي چې د دوحې د مخکېنیو مذاکراتو په څېر، نوي دوه‌اړخیز مذاکرات او یوه نوې معاهده ولري.

د بشري مرستو دوام

راپورونه ښیي چې د ترکیې یو خیریه بنسټ پر ۱۲۵ زره امریکایي ډالرو په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي او قطر وایي، هېواد یې له اړو افغانانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې د دغه هېواد دولتي خیریه موسسه پرانیزي.

بریتانیا د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره نږدې ۲۹ ميليون ډالره مرسته کړې او تېره اونۍ د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې د ۸۰ میلیون امریکايي ډالرو دوې کڅوړې کابل ته راورسېدې.

ملګري ملتونه وايي، په تېر یوه کال کې یې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي دي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا پلټونکې اداره (سیګار) وایي، د امریکا حکومت په تېر یوه کال کې له افغانستان سره د خپلو ۱.۱ میلیارد ډالرو بشري مرستو په اړه  د دې ادارې د بشپړو څېړنو مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ژمي په رارسېدو افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او وایی، له تېر یوه کال راهیسې له ۷۰۰ زره ډېرو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د نجونو تعلیم

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

په کابل کې د یو شمېر نجونو زده‌کوونکو میندو د يوه ښوونځي مخې ته راټولې شوې او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

دغه‌راز، په کابل کې شاوخوا شلو مېرمنو په یوه اعتراضي ناسته کې غوښتنه وکړه چې د هغوی له کاري وړتیاوو دې ګټه واخیستل شي او د بدخشان پوهنتون يو شمېر محصلينې وایي، تېره اونی یې تر هغې ورسته لاريون وکړ چې د امر بالمعروف او نهی‌عن‎المنکر محتسبینو له چادرۍ پرته پوهنتون ته د تګ اجازه ورنه کړه.  خو د پوهنتون مشر ویلي و، هغو نجونو ته پوهنتون ته د تګ اجازه نه وه ورکړل شوې چې حجاب یې نه درلود، خو بیا ده مداخله وکړه او ستونزه حل شوه.

د هاګ نړۍواله محکمه

راپورونه ښيي چې د جرمونو نړۍوالې محکمې قاضیانو ویلی، په افغانستان کې د تېرو نږدې دوو لسیزو جګړو پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې بیا پیلوي.

خو د امریکا د ملي امنیت شورا د هاګ د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د تېریو او بد چلند د تورونو له پلټنو سره مخالفت کړی دی.

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وايي ،له تېر کال راهیسې یې په افغانستان کې د خبریالانو له بشري حقونو د سرغړونې او له هغوی سره د زور زیاتي څه باندې ۲۰۰ پېښې ثبت کړې دي؛ خو سرپرست حکومت بیا دا ادعا ردوي او زياتوي چې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې کوم خبریال نه دی وژل شوی او نه هم د رسنیو استازي او مرکرونه له امنیتي ننګونو سره مخ شوي دي.

Visits: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.