ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزیر: ډاکټرانو ته په بهرنیو هېوادونو کې تخصصي برنامې برابروو

د عامې روغتیا وزیر: ډاکټرانو ته په بهرنیو هېوادونو کې تخصصي برنامې برابروو

author avatar
5 Nov 2022 - 21:34
د عامې روغتیا وزیر: ډاکټرانو ته په بهرنیو هېوادونو کې تخصصي برنامې برابروو
author avatar
5 Nov 2022 - 21:34

[restrict paid=”true”]

خوست ښار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير وايي، په نږدې راتلونکي کې به د هېواد ډاکټرانو ته په ګاونډيو او د سيمې په نورو هېوادونو کې د تخصصي برنامو زمينه برابره شي.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد دا څرګندونې د لړم په ۱۴مه، خوست ته د خپل سفر پرمهال د شيخ زايد پوهنتون کادري روغتون له مسوولينو او ډاکټرانو سره په ليدنه کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، په روغتیایي سکټور کې مهم دا دي چې د ډاکټرانو ظرفيت لوړ شي، څو د نړۍ په کچه متخصص او باتجربه ډاکټران ولري.

هغه وويل، په دې برخه کې د سيمې په کچه له څو هېوادونو سره تفاهم ته رسېدلي چې په لړ کې به یې ډاکټران دغو هېوادونو ته استول کېږي، څو هلته خپلې تخصصي برنامې سرته ورسوي.

ده که څه هم د دقيقې نېټې يادونه ونه کړه خو ويې ويل، څه وخت چې ډاکټران بهرنيو هېوادونو ته د تخصصي برنامو لپاره لېږل کېږي، د خوست په ځانګړي ډول د شيخ زايد پوهنتون کادري روغتون ډاکټرانو ته به ځانګړې ونډه ورکوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزير همدا ډول وويل، اسلامي امارت به د روغتيا برخې ټولې هغه پروژې چې په تېره اداره کې پيل شوې وې او چارې يې نيمګړې دي، سرته رسوي.

دی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، د عامې روغتيا وزارت اړوند د نږدې هغو ۲۰۰ روغتونونو ساختماني چارې په نيمايي کې پاتې دي چې کارونه يې په تېر حکومت کې پيل شوي وو.

هغه وويل، د حکومت له مشرانو سره يې په دې اړه ناستې کړې او اراده لري چې ټولې هغه نيمګړې پروژې چې پخوا ډيزاين او پیل شوې وې په خپل وخت کې به یې بيا پيلوي او د خلکو خدمت ته به يې وړاندې کوي.

په ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل کريم مندوزي پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د روغتيا اړوند ټولې ستونزې يې له وزير سره شريکې کړې او هغه د حل کېدو ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، د خوست ملکي روغتون چې دا مهال سل بستره لري، د عامې روغتيا سرپرست وزير ورسره ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به يې ۲۵۰ بسترونو ته لوړ کړي.

ډاکټر فضل کريم همداراز وويل چې سرپرست وزير د ولسوالۍ په کچه د دوو نويو کلينيکونو د جوړولو او همدارنګه هغو کلينيکونو ته د تشکيل د منظورېدو ژمنه هم وکړه چې ودانۍ يې پخوا جوړې شوې دي.

ده زياته کړه، دا مهال په خوست کې روغتيايي خدمتونه د مخکې په پرتله ښه شوي او هيڅ داسې کومه ساحه نه لري چې هلته دې روغتيايي خدمات نه وي رسېدلي.

[/restrict]

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.