کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت وايي، په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي پرون ویلي و چې په مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړېږي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه نه لري.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه د روانې نومبر میاشتې په نیمایي کې جوړه شي.
د ياد شوي وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويتر کې کښلي چې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای یتروشیف هغه ادعا ردوي چي د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته کېدل یې امریکا ته منسوب کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP