کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت وايي، په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي پرون ویلي و چې په مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړېږي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه نه لري.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه د روانې نومبر میاشتې په نیمایي کې جوړه شي.
د ياد شوي وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويتر کې کښلي چې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای یتروشیف هغه ادعا ردوي چي د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته کېدل یې امریکا ته منسوب کړي دي.
ده زياته کړې، د طالبانو اسلامي تحریک د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته، د خپل هېواد د ژغورنې لپاره د ولس له منځه را پورته شوی غورځنګ و چې په خپل وطن کې يې د اسلامی نظام لپاره مبارزه کړې، د نويیمو کلونو ملوک الطوائفي او وروسته یې بهرنی اشغال له منځه یووړل او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته رسېدلی دی.
د هغه په وينا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي بولي.
دی ليکي: «له نېکه مرغه، افغانستان اوس یو خپلواک، مسؤول او مشروع حکومت لري او په دې توانېدلی چې په ټول هېواد کې امنیت په مؤثر ډول ټینګ کړي، پولې خوندي کړي او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کي مثبت تعامل ولري. په دې اساس، په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.»
د ویلو ده چې د مسکو په غونډه کې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










