جلالاباد (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، یوه کس چې د طالبانو په نوم یې له خلکو پيسې او موټرونه اخیستل، نیول شوی دی.
نيول شوی کس اعتراف کوي چې پر کورونو د چاپې اچولو پرمهال یې ځان د درنو جرمونو د مبارزې مديريت کارمند معرفي کولو او له خلکو به يې پيسې او نور قيمتي څیزونه اخيستل.
د ننګرهار ولايت د امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لړم په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، د قوماندانۍ اړوند د درنو جرمونو د مبارزې مديريت پوليسو هغه کس نيولی چې د همدغه مديريت په نوم يې د خلکو کورونه تالاشي کول، پيسې او نور قيمتي څيزونه يې ترې اخیستل.
دی وايي، دغه کس ډېر وخت د درنو جرمونو مديريت تر څارنې لاندې و او بالاخره ونيول شو.
منصور چې اصلاً د لوګر ولايت اوسېدونکی دی، پر خپل جرم اعتراف کوي او وايي، پر خپل کړي عمل پښېمانه دی.
هغه اعتراف کوي چې پر کورونو د چاپې اچولو پرمهال به یې ځان د درنو جرمونو د مبارزې مديريت کارمند معرفي کولو او له هغوی به يې پيسې او نور قيمتي شيان اخيستل.
خو د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، نيول شوی کس تر پوښتنو لاندې دی چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
تر دې وړاندې يوه بل کس چې ځان يې د رييسالوزراء ځانګړی استازی معرفي کولو هم په ننګرهار کې نيول شوی و.
Views: 187
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن