ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیم په اړه بېړني ټوليز اقدام ته اړتيا ده

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیم په اړه بېړني ټوليز اقدام ته اړتيا ده

author avatar
6 Nov 2022 - 18:50
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیم په اړه بېړني ټوليز اقدام ته اړتيا ده
author avatar
6 Nov 2022 - 18:50

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): په افغانستان کې ملګري ملتونه مرستندویه ماموریت (یوناما) په افغانسان کې د بدلېدونکي اقلیم د زيان اړوونکو اغېزو د مخنيوي لپاره د بېړنيو ډله ييزو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

له يوناما څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن (یکشنبه) د COP27 د غړو هېوادونو کنفرانس پرانیستل کېږي، نو په همدې اساس په افغانستان کې ملګري ملتونه په هېواد کې د بدلېدونکي اقلیم د زيان اړوونکو اغېزو د مخنيوي لپاره د بېړنيو ډله ييزو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي چې د اقليمي اغېزو پر وړاندې خورا لږ چمتووالی لري، مګر د اقلیم اړوند ګواښونو لپاره د نړۍ په کچه شپږم ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د افغانستان خلک د اقلیم د زيان اړوونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي.

سرچينه زياتوي، افغانستان لا دمخه له پرله پسې طبيعي ناورينونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معيشت، کورونو او زېربناوو ته يې زیان رسولی دی. دغه شته ګواښونه پر کرنيز معیشت د افغانانو له ډېرې اتکا، د افغانستان له ضعیف ايکوسیستم، جدي چاپېريالي تخریب، کمزوري ټولنيز- اقتصادي پرمختګ او له څلورو لسيزو د زياتو جګړو له اغېزو سره یوځای د اقلیم له اړخه د سختې زيانمننې بستر غوړولی دی. د هېواد په ډېرو برخو کې وچکالي معمول ګرځېدلی او پرله پسې شدید ورښتونه د سېلابونو او د ځمکې ښويېدنې لامل شوی دی. دې مسألې نه يواځې دا چې د افغانانو ژوند سخت کړی، بلکې د اقتصادي پرمختيا او د خوړو خوندیتوب يې سخت اغېزمن کړی او د مهاجرت لامل شوی دی.

د سرچينې په حواله، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکي ډاکټر راميز الاکبروف وویل، د دغو اقليمي ننګونو تر ټولو ډېر زيان عامو افغانانو ته رسيږي.

هغه زياته کړه: «دا زړه بوږوونکې ده چې د چاپېريالي ناورينونو ډېر اغېز په تر ټولو ډېرو زيان منونکو افغانانو پرېوځي. په داسې حال کې چې موږ په دوامداره توګه د لنډ مهاله بحرانونو په اداره بوخت يو او د تطبیق لپاره د کافي تمویل په نشتوالي کې اوږدمهاله انعطاف او تطابق رامنځ ته کول په زياتېدونکې توګه ننګونه ده.»

د ده په وینا، افغانستان لا دمخه د څو کلنې وچکالۍ شاهد دی چې په کليوالي سيمو کې يې خلک ځپلي او د روان کال په لومړيو کې سخت سېلابونو د هغه څه يو تصویر و چې احتمال يې و.

دی وايي، په افغانستان کې د چاپېريال د انعطاف او د اقلیم د تطابق پر وړاندې ننګونې ډېرې او بېلابېلې دي چې سياسي او د حکومتولۍ مسایل او همدا ډول د مالي سرچينو شتون يې لا پېچلی کړی دی.

هغه زياتوي: «د جنګونو، کړکېچونو او په بېلا بې فکر رواني نړۍ – او په افغانستان کې د جګړو په پایله کې ټول بايد د اقلیم بېړني حالت ته د حل لارې موندلو لپاره سره یوځای شي. زه په افغانستان کې اوسنۍ واکمنه اداره هڅوم چې د اقلیم د بدلون او د چاپېریال د تخریب ګواښ ته جدي پام وکړي او د افغانستان له پراخې تنوع څخه په ګټې اخیستنې د افغاني ټولنې د ټولو برخو سره په ګډه د دغو ګواښونو د مخنيوي لپاره مبارزه وکړي. دا به د هر افغان- دیني او ولسي مشران، ښځې او نارينه، سوداګر او بزګران، ځوانان او مشران اړ کړي چې له هغو ننګونو سره مقابله وکړه چې پر وړاندې يې پرتې دي».

هغه وايي: «بیا هم افغان ولس په يواځېتوب سره نه شي کولای له دغو ننګونو سره مقابله وکړي. زه په ورته وخت کې نړيواله ټولنه او تمویل کوونکي هڅوم چې د افغانستان لپاره د اوږدمهاله اقلیم د موافقې د ملاتړ په اړه باجرأته او نوښتګر فکر وکړي. له سياسي خنډونو پرته افغانستان د اقلیمي تمویل څخه بهر نه شي پاتې کېدای. موږ به د لنډ مهاله بشري ټکانونو ځواب ویلو ته دوام ورکړو، مګر موږ باید د تطبیق لپاره لاره هواره کړو. تطابق به ژوند او معیشت خوندي کړي.»

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیرش پر COP27 کنفرانس غږ وکړ چې د راتلونکي «پرېکنده لسيزې» لپاره د ګړنديو او زړورو اقلیمي اقدماتو بنسټ کېږدي چې د هغه په خبره: «یا به د اقلیم نړیواله جګړه وګټل شي او یا به وبایلل شي.»

ډاکټر الاکبروف دغه راز ويلي، د افغانستان لپاره اوس اقدام ته اړتيا ده.

دی زياتوي: «موږ انتظار نه شو کولی. افغانان د انتظار وخت نه لري. ټولې خواوې دې ګډه زمينه او ګډ لامل پیدا او د يوه باثبته راتلونکي افغانستان لپاره دې کار وکړي. موږ بايد دا هم روښانه کړو چې دا ستونزه يواځې په افغانستان پورې ځانګړې نه ده، دا يوه لويه سيمه ييزه مسأله ده او اوس په افغانستان کې د څه نه کولو ناکامي به د ټولو سيمې د اقليمي چارو پر وړاندې د پآم وړ خنډ رامنځ ته کړي.»

Views: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.