ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: قرغیزستان او تاجکستان دې خپل اختلافات له سیاسي لارې حل کړي

ستانکزی: قرغیزستان او تاجکستان دې خپل اختلافات له سیاسي لارې حل کړي

author avatar
7 Nov 2022 - 07:14
ستانکزی: قرغیزستان او تاجکستان دې خپل اختلافات له سیاسي لارې حل کړي
author avatar
7 Nov 2022 - 07:14

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان او تاجکستان پر پوله د وروستیو شخړو  پر سیاسي هواري ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د لړم په ۱۴مه په یو لړ ټویتونو کې لیکلي چې د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بیک او ورسره مل پلاوي د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او یو لړ نورو همکاريو خبرې وشوې.

بلخي وایي، ستانکزي د قرغیزستان او تاجکستان پر پوله وروستیو شخړو ته په اشاره ټینګار وکړ چې تر خپل منځ اختلافي مسئلې دې د تفاهم او خبرو له لارې حل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.