منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۱ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ستانکزی: قرغیزستان او تاجکستان دې خپل اختلافات له سیاسي لارې حل کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان او تاجکستان پر پوله د وروستیو شخړو  پر سیاسي هواري ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د لړم په ۱۴مه په یو لړ ټویتونو کې لیکلي چې د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بیک او ورسره مل پلاوي د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او یو لړ نورو همکاريو خبرې وشوې.

بلخي وایي، ستانکزي د قرغیزستان او تاجکستان پر پوله وروستیو شخړو ته په اشاره ټینګار وکړ چې تر خپل منځ اختلافي مسئلې دې د تفاهم او خبرو له لارې حل کړي.

دغه راز افغان لوري قرغیزستان ته د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست