Language

د پاکستان کراچۍ زندان کې یو بندي افغان مړ شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې یو افغان بندي مړ شوی دی.

د ډیوه راډیو خبر له مخې، دغه افغان څه موده مخکې له لسګونو نورو افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی و.

پاکستاني چارواکي وايي، مړ شوی  افغان تاج‌محمد نومېږي او د سعید احمد زوی دی او اوس یې افغانستان ته د جسد لېږلو قضیه په محکمه کې روانه ده.

په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ مسوولین وایي، مړ شوی افغان د فارياب ولايت د لولاش ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

login or register a new account.