اټلانټا (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې یو افغان بندي مړ شوی دی.
د ډیوه راډیو خبر له مخې، دغه افغان څه موده مخکې له لسګونو نورو افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی و.
پاکستاني چارواکي وايي، مړ شوی افغان تاجمحمد نومېږي او د سعید احمد زوی دی او اوس یې افغانستان ته د جسد لېږلو قضیه په محکمه کې روانه ده.
په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ مسوولین وایي، مړ شوی افغان د فارياب ولايت د لولاش ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
بلخوا د کراچۍ پولیسو ویلي، تاجمحمد په روغتون کې ناروغ شوی و، درملنه یې شوې خو مړ شوی دی، اوس یې جسد له یوې خیریه موسسې سره دی.
په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ مشر عبدالجبار وايي، دوی خبر ترلاسه کړی چې تاجمحمد ناروغ و، دلته راغلی و خو نيول شوی او بيا يې ساه ورکړې ده.
هغه وویل: «د پاکستان حکومت دوی ته ژمنه ورکړې چې څوک علاج له راځي، هغوی به راپرېښودل کېږي، اجازه به ورته ورکول کېږي خو داسې چې څوک راځي هغوی بیا هم ونيول شي.»
د یادونې ده، له تېرو څو میاشتو راهیسې سلګونه افغانان په کراچۍ ښار کې نیول شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










