جلالاباد (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت د سرهرود ولسوالۍ د يو کليوالي روغتيايي مرکز لپاره د ۲۸۰ زره امريکایي ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړه شوه.
دا ودانۍ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي لګښت جوړه شوې، نن د لړم په ۱۷مه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميرمحمد افتاب په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وويل، د سرهرود ولسوالۍ د سياهسنګ روغتيايي مرکز د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به ناروغانو ته لا ډېر خدمتونه او اسانتياوې برابرې شي.
دی وايي، دغه ودانۍ - چې د يوه فرعي روغتيايي مرکز ټولې اړتياوې په کې په پام کې نيول شوې - د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP