ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکی کال د دولتي شرکت د غنمو اصلاح شوي تخم د تولید کچه دوه برابره کېږي

راتلونکی کال د دولتي شرکت د غنمو اصلاح شوي تخم د تولید کچه دوه برابره کېږي

author avatar
8 Nov 2022 - 15:01
راتلونکی کال د دولتي شرکت د غنمو اصلاح شوي تخم د تولید کچه دوه برابره کېږي
author avatar
8 Nov 2022 - 15:01

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): سږ کال د افغانستان د کرنیزو اصلاح شوو تخمونو دولتي شرکت د غنمو اصلاح شوي تخم د تولید کچه د ۱۳۹۴کال په پرتله شپږ برابره لوړه شوې او تمه ده چې راتلونکی کال به د سږ په پرتله نږدې دوه برابره شي.

د افغانستان د ماليې وزارت نن پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې د کرنیزو اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت په ۱۳۹۴ کال کې ۵۰۱، په ۱۳۹۵ کال کې ۲۴۳، په ۱۳۹۶ کال کې ۴۰۱، په ۱۳۹۷ کال کې ۱۴۴۷، په ۱۳۹۸ کال کې ۲۵۳۶، په ۱۳۹۹ کال کې ۲۷۳۰، په ۱۴۰۰ کال کې ۲۷۵۰ او په ۱۴۰۱ کال کې ۳۰۳۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم تولید کړی دی.

مالیې وزارت تمه ښودلې چې په ۱۴۰۲مالي کال کې به د یاد شرکت له خوا د غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید کچه ۵۸۰۰ مټریک ټنو ته لوړه شي.

خو یاده کچه هم اړتیا نه شي پوره کولای؛ ځکه چې د راپورونو له مخې په تېرو کلونو کې هر کال تر ۱۵۰۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم پر بزګرانو وېشل شوی دی.

په دې برخه کې د یاد دولتي شرکت ترڅنګ ځیني خصوصي شرکتونه هم فعالیت لري او ځینو هېوادونو هم مخکې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د غنمو د اصلاح شوي تخم حاصلات د عادي تخمونو په پرتله تر ۳۰ سلنه زیات او د افتونو پر وړاندې مقاومت یې لوړ وي.

Visits: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.