ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیه: د افغانستان سرپرست حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

روسیه: د افغانستان سرپرست حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

author avatar
10 Nov 2022 - 02:38
روسیه: د افغانستان سرپرست حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي
author avatar
10 Nov 2022 - 02:38

اټلانټا (پژواک، ۱۸  لړم ۱۴۰۱): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګيي لاوروف ویلی، د افغانستان سرپرست حکومت څخه د مسکو ناستې ته نه ده بلل شوې چې د اصلاحاتو راوستلو په اړه یې له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

ټاکل شوې د افغانستان  په اړه د مسکو فارمټ ناسته یوه اونۍ وروسته د نومبر په ۱۶مه (راتلونکې چهارشنبه) په مسکو کې جوړه شي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو  وزیر لاوروف ټینګار کړی چې روسیه به د مسکو د غونډې پایلې له کابل سره شریکې کړي.

هغه زیاته کړې: “موږ د طالبانو له استازو سره دوامدار اړيکي لرو. دوی به په دې اړه خبر کړو چې د مسکو فارمټ غونډې ګډونوال څه کول غواړي. البته موږ د افغانستان د استازو په اړه هېڅ راز نه لرو، موږ به په ډاګه طالبانو او هلته شته نورو سیاسي ځواکونو ته په ډاګه هر څه ووایو”.

نوموړي تور پور کړې چې کابل له نړیوالې ټولنې سره د اصلاحاتو او ټولګډونه حکومت په تړاو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

په مسکو فارمټ کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قیرغېزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبیکستان ګډون لري.

تېر کال د اکتوبر په شلمه په مسکو کې جوړې شوې غونډې ته د کابل ستازي وربلل شوي وو او دسرپرست حکومت د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي پکې ګډون کړی و.

دافغانستان سرپرست حکومت لا د لاوروف دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لړم په ۱۴مه بیا دې موضوع ته په غبرګون کې ويلي و چې په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټر کښلي و: «له نېکه مرغه افغانستان اوس یو خپلواک، مسؤول او مشروع حکومت لري او په دې توانېدلی چې په ټول هېواد کې امنیت په مؤثر ډول ټینګ کړي، پولې خوندي کړي او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کي مثبت تعامل ولري. په دې اساس، په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.»

Views: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.