زرنج (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱):د نیمروز سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه سوداګر د خوشي کېدو او په تړاو یې د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو دفتر دغه خبر نن (د لړم ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مطبوعاتو سره شریک کړی دی.
په دغه اعلامیه کې راغلي: «په یوه ځانګړي او پېچلو عملیاتو کې چې د نیمروز والي ملا نجیبالله رفیع له خوا رهبري کېدل، د نیمرو مرکز زرنج ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند په «کاکړان کلي» کې پنځه انسانتښتوونکي چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې یې د حاجي محمود په نوم د زرنج ښار یو سوداګر تښتولی و، ونیول شول او نوموړی سوداګر په سلامتۍ سره ازاد او کورنۍ ته یې وسپارل شو.»
د نیمروز والي ملا نجیبالله رفیع، د دغو انسانتښتوونکو د نیولو په اړه پژواک ته وویل، حاجي محمود ۱۹ ورځې مخکې له زرنج ښاره تښتول شوی و چې د مسوولینو په همکارۍ او د ځانګړو عملیاتو په پایله کې راخوشی او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP