منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نیمروز کې یو تښتول شوی سوداګر د انسان‌تښتوونکو له منګولو ازاد شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۰ کتنې

زرنج (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱):د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه سوداګر د خوشي کېدو او په تړاو یې د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو دفتر دغه خبر نن (د لړم ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مطبوعاتو سره شریک کړی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «په یوه ځانګړي او پېچلو عملیاتو کې چې د نیمروز والي ملا نجیب‌الله رفیع له خوا رهبري کېدل، د نیمرو مرکز زرنج ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند په «کاکړان کلي» کې پنځه انسان‌تښتوونکي چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې یې د حاجي محمود په نوم د زرنج ښار یو سوداګر تښتولی و، ونیول شول او نوموړی سوداګر په سلامتۍ سره ازاد او کورنۍ ته یې وسپارل شو.»

د نیمروز والي ملا نجیب‌الله رفیع، د دغو انسان‌تښتوونکو د نیولو په اړه پژواک ته وویل، حاجي محمود ۱۹ ورځې مخکې له زرنج ښاره تښتول شوی و چې د مسوولینو په همکارۍ  او د ځانګړو عملیاتو په پایله کې راخوشی او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

نوموړي د نیمروز ښار د امنیت د ټينګښت په اړه د نیمروز له خلکو مننه او ترې د لا همکارۍ غوښتنه وکړه.

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر حاجي شاه‌ولي ضرار پژواک ته وویل، د انسان‌تښتوونکو دغه ډل کې ۷ کسان وو چې پنځه یې ونیول شول او دوه نور یې د کشفي او امنیتي ځواکونو تر جدي څار لاندې دي چې ډېر ژر به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

هغه د نیمروز له اوسېدونکو وغوښتل چې شکمنې پېښې دې له امنیتي ځواکونو سره شریکې کړي څو پر وخت یې مخنیوی وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه