ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ

کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ

author avatar
12 Nov 2022 - 18:33
کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ
author avatar
12 Nov 2022 - 18:33

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): پخواني ولسمشر کرزي په هېواد کې د افغانانو ترمنځ ملي ډیالوګ اړین بللی او د هغه پر ژر تر ژره پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

د ده له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د اسلامي همکاریو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان له خاص استازي طارق علی باخیت او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغې کتنه کې د دې ترڅنګ چې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې، حامد کرزي د اسلامي امت د اتحاد او اتفاق د تقویت لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان هلې ځلې د قدر وړ وبللې او له افغانستان سره یې د یاد سازمان له همکاریو مننه وکړه.

سرچينه کاږي، پخواني جمهور رئیس تعلیم د بشري ټولنې د ودې او ترقي اساس وباله او په دی برخه کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستې غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې په حواله، همدا شان حامد کرزي په هېواد کې د تلپاتي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانانو ترمنځ ملي دیالوګ ضروري وباله او د هغه پر ژر تر ژره پیلېدو یې ټینګار وکړ.

Views: 196

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.