کرزي او نېکلاسن افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین بللی
پخواني ولسمشر کرزي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستې او ښځو ته د کار پر حق ورکولو د ټینګار ترڅنګ، افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین بللی دی.



