Language

له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۱۷ زره سوالګر ټول شوي

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د روان لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۹مې پورې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ زره او ۲۶۲سوالګر ټول کړي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن (د لړم ٢١مه) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي: «د سوالګرو ټولولو کمېټې له لوري د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۹مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۱۷ زره ۲۶۲ سوالګر راټول شوي دي.»

دغه اداره وایي، د راټولو کړو سوالګرو له ډلې ۱۰۱۴۵ یې ښځینه دي چې له ارزونې وروسته ۳۹۰۸ مستحقې او ۶۲۳۷ نورې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

یادې ادارې دغه‌راز ويلي، په ټول شوو سوالګرو کې ۱۵۷۷ سړي دي چې له ارزونې وروسته ۵۶۲ یې مستحق ګڼل شوي او ۱۰۱۵ نور حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.

login or register a new account.