خوست ښار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): په خوست کې د شنو خونو مالکین وايي، د مسلکي کسانو نهشتون له امله یې خپلې يو شمېر شنېخونې نورو ولايتونو ته انتقال کړې او ځينې نورې له فعاليته پاتې دي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوري حکومت پرمهال د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د بېلابېلو نادولتي ادارو په مرسته «۳۶۰» لويې او وړې شنېخونې جوړې شوې دي.
د يادو شنو خونو مالکین وايي، په لومړيو کې يې حاصلات ښه وو، خو کله چې يادو نادولتي ادارو خپل فعاليت په دغه ولايت کې په ټپه ودراوه، نو ورسره د شنو خونو حاصلات هم له یوې ورځې نه بلې ته د پيکه کېدو خواته روان دي.
د دوی په وينا، يادو ادارو ورسره د مسلکي کسانو د روزنې ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو، د بوټو بېلابېلو ناروغيو په تشخيص او درملنه، د تخنيکي وسايلو په ورکړه او نورو برخو کې مرسته او همکاري کوله.
د اجمل په نوم د خوست يو کروندګر – چې د کارډېف په نوم يوې موسسې ورته شنه خونه جوړه کړې- وايي چې د فني کسانو نشتون له امله يې خپله شنه خونه په دې وروستيو کې فراه ولايت ته انتقال کړې ده.
ده پژواک اژانس ته وويل چې په لومړيو کې يې حاصلات ښه وو، خو وروسته بيا ورو ورو کمزوري شول.
هغه زياتوي: «کله چې دا موسسه لاړه بيا موږ په خوست کې فني نفر پيدا نه کړ چې موږ سره د امراضو په تشخيص کې کمک وکړي، هغه که د زراعت رياست دی او نور دي. ډېر وارې به موږ د سمپل په توګه يوه پاڼه زراعت رياست ته يووړه، خو هغه د امراضو په تشخيص کې دومره موثره نه وه. دولت موږ سره هيڅ همکاري نه ده کړې.»
سيد اجمل د خوست مرکز اړوند د ديګانو سيمې اوسېدونکی دی چې هغه هم خپله شنه خونه بل ولايت ته انتقال کړې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، شنې خونې چې تر ډېره په کې تازه سبزي کرل کېږي، په اوسنيو حالاتو کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي؛ ځکه د هغه په وينا، هغه ډول چې اړينه ده پاملرنه ورته نه کېږي.
هغه وايي: «دلته په کافي اندازه هغه سامان لکه بېلابېل کيمياوي کودونه چې دلته نه وو او يا به په ډېر لوړ قيمت وو، نو په کندهار او فراه ولايتونو کې ډېر په ارزانه قيمت دي. بل دلته چې د کارډيف کسان وو راتلل به چې تاسو بوټو ته دا ډول درمل ورکړئ، خو کله چې هغوئ لاړل بيا موږ سره داسې څوک نه و چې همکاري وکړي.»
د کرنې برخې پوهانو له نظره، يو جريب معياری شنه خونه چې ښه ساتنه يې وشي او بوټي یي له ناروغيو وژغورل شي، د ازادې ځمکې په پرتله لس برابره ډېر حاصل ورکوي.
محمد نظيم شاهد چې د خوست د اسماعېلخېلو مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د دغې ولسوالۍ په دوه سړکه سيمه کې يې په پنځه نيم جريبه ځمکه کې ۲۲ شنې خونې جوړې کړې دي.
ده پژواک اژانس ته وويل، دا مهال يې په ټولو شنو خونو کې روميان کرلي چې تر ډېره يې له حاصلاتو راضي دی؛ خو وايي، له مسلکي او باتجربه کسانو پرته د شنو خونو مخته وړل ستونزمن کار دى.
هغه زياته کړه: «زما د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې زياتره شنې خونې شاړې پرتې دي چې لامل يې د مسلکي او فني کسانو نشتون دی. ډېرو خلکو خرڅې کړې او ځينو بيا نورو ولايتونو ته انتقال کړې.»
په ورته مهال، د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين هم مني چې په دغه ولايت کې د يو شمېر موسسو په مرسته جوړې شوې شنې خونې غير فعالې شوې دي.
د دغه رياست د سبزیو او مېوو برخې عمومي مسوول ولي نور پژواک اژانس ته وويل، که څه هم دوی د شنو خونو څښتنانو ته روزنيز پروګرامونه جوړ کړي، خو د کافي پرسونل د نشتون له امله يې د هغوی ټولو ستونزو ته رسېدنه، نه ده کړې.
دی وايي: «په خوست کې د سبزيجاتو او ميوهجاتو د تشکیل له نګاه نه يوازې زه يم، يانې يو نفر نه شي کولای چې ټول ولايت ته رسيدهګي وکړي. د دوی ستونزه پر ځای ده.»
خو نوموړي وویل، دوى هڅه کوي چې ټولو شنو خونو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د دغه ولايت په عليشېرو او صبريو ولسوالیو کې د اېنارسي موسسې په مرسته يو شمېر نورې شنې خونې هم جوړې شي.
Views: 149
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP