[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي چې له روسیې سره یې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي د لړم په ۲۳مه، پخپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په تهران کې یې د روسیې له سفیر سره لیدلي دي.
هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ترهګرۍ او د دوی د ملاتړو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
حسن کاظمي ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د داعش له ګواښ سره باید له بېلابېلو لارو په ګډه مبارزه وشي.
د یادونې ده، نوموړي تېره اونۍ پاکستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له چارواکو سره هم د افغانستان په تړاو خبرې کړې وې.
[/restrict]
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن