Language

د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون اورتوپيدي څانګه په نوې او عصري بڼه ورغول شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون اورتوپيدي څانګه د ۷۷ زره ډالرو په لګښت په نوې او عصري بڼه ورغول شوه.

د چارواکو په وينا، د اورتوپيدي څانګې د بيارغونې لګښت د سره صليب نړۍوالې کمېټې يا ICRC له لوري ورکړل شوى دى.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خليل احمد بهسودوال وايي، د پوهنتون تدريسي روغتون د اورتوپیدي او عصبي جراحي څانګه چې وسايل او ودانۍ يې ډېره پخوانۍ وه، د يوې مياشتې په موده کې په نوې بڼه او عصري وسايلو سمبال شوه.

دی وايي، د دغې څانګې په بيارغونې سره به د پوهنتون د طب پوهنځي محصلين په ښه توګه عملي زده‌کړې وکړي او دغه‌راز د ناروغانو د درملنې په برخه کې هم اسانتياوې ډېرې شي.

د ننګرهار تدريسي روغتون رييس پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال وويل، د چارو ښه تنظيم، ناروغانو ته د پراخو معياري او باوري خدماتو ترسره کولو او محصلينو ته په جلا او ارامه فضا کې د زده‌کړو خوندي چاپېريال برابرولو په موخه، د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګې یې له عمومي جراحي څخه جلا کړې دي.

هغه زياته کړه، د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګې رغنيزې چارې د سره صليب نړۍوالې کمېټې/ ICRC  په ۷۷زره امریکايي ډالرو لګښت ترسره شوې دي.

د تدريسي روغتون د رئيس په وينا، د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګو لپاره يې دا ودانۍ د ICRC  له هغې بودجې بيا ورغوله چې د تدريسي روغتون د ورځنيو لګښتونو لپاره ورکوي.

د پوهنتون تدريسي روغتون مسوولين وايي، د دغه روغتون د نسايي ولادي څانګې عمليات‌خونه، وړکتون، جراحي څانګه، د نوو زېږېدلو ماشومانو د درملنې څانګه او ځينې نورې برخې هم رغونې ته اړتيا لري.