Language

د اسلامي حراست ګوند مشر: سرپرست حکومت دې د خلکو بسیجولو ته پاملرنه ډېره کړي

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي حراست ګوند مشر له اوسني سرپرست حکومته ملاتړ څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه چې د هېواد ټولو وګړو ته دې د زده‌کړو زمينه برابره شي.

دغه څرګندونې د دغه ګوند مشر محمداکبري نن (جمعه) په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه: «زه په صراحت سره اعلام کوم چې د اسلامي امارت رعیت یم او ټولو دوستانو، د حراست اسلامي حزب غړو، هزاره‌ګانو او شیعه ټولنې ته توصیه کوم چې د اسلامي امارت سره تابع و اوسي او په صادقانه ډول دې ورسره همکاري وکړي.»

خو نوموړی له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې په هېواد کې ټولو وګړو ته له کومې استثناء پرته د زده‌کړو شرایط او زمينه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

اکبري وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته امنیت ښه شوی، د اخلاقي فساد او بې‌حجابي مخنیوی شوی او هم د نشه‌یي توکو کرل، پلورل او پېرودل منع شوي دي.

د هغه په خبره، نړۍوالو تر اوسه پورې هغه شان همکاري چې لازمه وه، له افغانانو سره نه ده کړې.

دغه جهادي شخصیت وايي، د امریکا له لوري د پیسو کنګل کېدو او وچکالۍ هېوادوال له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی له امریکا وغوښتل چې د افغانانو کنګل شوې پیسې ازادې کړي او پر نړۍوالو یې غږ وکړ چې پر افغانانو دې نور فشار نه راوړي، بلکې همکاري دې ورسره وکړي.

د حراست ګوند مشر دغه راز له نړۍوالو وغوښتل چې له افغانستان سره بشپړې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.

محمد اکبري دغه راز له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې د ملت یوځای کولو ته دې زیاته پاملرنه وکړي؛ ځکه په هېواد کې ټول قومونه یو پر بل د متقابل باور درلودو او همکارۍ ته ضرورت لري او دغه راز دې د ټولو خلکو ترمنځ عدالت رعایت کړي.

نوموړي له خپلو پلويانو هم وغوښتل، د هغو خلکو خبرو ته چې له بهره خلک مخالفت ته هڅوي، غوږ ونه نیسي.

هغه دا هم وویل چې دوی خپلې مشروع او معقولي غوښتنې له سرپرست حکومت سره شریکې کړې او مثبت ځواب ته یې په تمه دي.

له بلې خوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټويټر کښلي چې پرون (پنجشنبه) يې له جهادي شخصيت محمد اکبري سره د هېواد پر روان اجتماعي حالت خبرې وکړې او د هغه مثبت نظريات يې واورېدل.

دی زياتوي: «د هغه له ملي، علمي او هر اړخيزو نظريو مننه کوم.»