کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي حراست ګوند مشر له اوسني سرپرست حکومته ملاتړ څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه چې د هېواد ټولو وګړو ته دې د زدهکړو زمينه برابره شي.
دغه څرګندونې د دغه ګوند مشر محمداکبري نن (جمعه) په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه: «زه په صراحت سره اعلام کوم چې د اسلامي امارت رعیت یم او ټولو دوستانو، د حراست اسلامي حزب غړو، هزارهګانو او شیعه ټولنې ته توصیه کوم چې د اسلامي امارت سره تابع و اوسي او په صادقانه ډول دې ورسره همکاري وکړي.»
خو نوموړی له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې په هېواد کې ټولو وګړو ته له کومې استثناء پرته د زدهکړو شرایط او زمينه برابره کړي.
login or register a new account.