ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د موټرو او خلکو ګڼې‌ګوڼې له کمېدو سره د کابل ښار هوا پاکه شوې ده

خلک: د موټرو او خلکو ګڼې‌ګوڼې له کمېدو سره د کابل ښار هوا پاکه شوې ده

author avatar
19 Nov 2022 - 14:35
خلک: د موټرو او خلکو ګڼې‌ګوڼې له کمېدو سره د کابل ښار هوا پاکه شوې ده
author avatar
19 Nov 2022 - 14:35

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د کابل یو شمېر ښاریان وایي چې د خلکو او موټرو ګڼې‌ګوڼې په کمېدو او د ځینو فابریکو فعالیتونو له درېدو سره سږ کال د دغه ښار هوا پاکه شوې ده.

په افغانستان کې له سياسي تحول مخکې په پلازمېنې کابل کې د خلکو او موټرو ګڼه‎ګوڼه ډېره وه او اوسېدونکو يې ډېرى وخت، په ځانګړي ډول د ژمې موسم کې د هوا له ککړوالي شکايت کاوه.

خو اوس د کابل ښاریان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال هوا پاکه شوې ده.

په دې اړه د کابل ښار یوه اوسېدونکي احمدنوید پژواک ته وویل چې د نورو کلونو په پرتله سږ په کابل ښار کې د خلکو او موټرو ګڼه‌ګڼونه کمه شوې چې ورسره هوا هم پاکه شوې ده.

هغه د کابل ښار د هوا پاکېدو بل لامل د يو شمېر فابریکو فعالیتونو کمېدل یاد کړل.

نوموړی زیاتوي، کابل ښاروالۍ هم د هوا په پاکېدو کې یو څه رول لوبولى؛ په ځینو سیمو کې یې له حمانونو، نانوایانو او فابریکو له فعاليتونو څارنه پيل کړې څو د سون لپاره له داسې توکو کار وانه خلي چې هوا ورسره ناپاکه شي.

همدارنګه د کابل ښار بل اوسېدونکي سردار اغا هم پژواک ته وویل چې د کابل ښار هوا پاکېدو لامل د خلکو او موټرو ګڼې ګوڼې کمېدل دي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د کابل هوا ډېره ککړه وه چې له امله ډېرو خلکو ته تنفسي ستونزې پيدا شوې وې خو سږ کال هوا پاکه ده.

د کابل يو شمېر نورو ښاریانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د کابل ښار پاکوالي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

بل لور ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نظارت او کنترول ریاست سرپرست انجینر بصیر امین پژواک ته وویل، که د کابل هوا له ۱۳۹۷، ۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو سره پرتله شي نو ډېره پاکه شوې ده.

دی وایي، د تېر کال په پرتله په کابل ښار کې نقلیه وسایط کم شوي، فابریکې او یو شمېر حمامونه تړل شوي نو ځکه یې هوا هم پاکه شوې ده.

نوموړي دا هم وویل، ډېر هغه فعالیتونه چې د هوا ککړېدو لامل ګرځېدل، د ښاروالۍ له لوري اصلاح شوي، په کابل ښار کې فابریکو، حمامونو او نانوایانو ته د فلټر سیسټمونه لګول شوي دي.

امین وایي، مخکې به حمامونو او یو شمېر نورو اصنافو له ډبرو سکرو استفاده کوله خو اوس دوی له ګازه ګټه اخلي چې نېغ په نېغه د هوا پر پاکوالي اغېز کوي.

همدارنګه د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل، د دوی ټیمونه هر وخت له هغو سیمو څارنه کوي چې د هوا ککړېدو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، په کابل ښار کې ۳۴ د ګچ پخولو ځایونو، د اوسپنې ویلي کولو او یو شمېر نورو فابریکو او حمامونو ته د ښاروالۍ له لوري فلټرونه نصب شوي څو هوا پاکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د عامې روغتيا وزارت ‏د پلان او پاليسۍ مرستيال ډاکټر محمد‌حسن غياثي د تلې په ۲۴مه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي وو چې د هوا ککړتيا او تنفسي ناروغيو له امله هر کال شاوخوا ٢٢٨٧ کسان يوازې په کابل کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Views: 158

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.