ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: راتلونکی کال ۶۵ سلنه افغانان نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري

ملګري ملتونه: راتلونکی کال ۶۵ سلنه افغانان نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري

author avatar
19 Nov 2022 - 04:11
ملګري ملتونه: راتلونکی کال ۶۵ سلنه افغانان نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري
author avatar
19 Nov 2022 - 04:11

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی‌کوونکی رامز الاکبروف وایي، د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت خورا نازک دی او په راتلونکي زېږديز کال کې ۶۵ سلنه افغانان نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې پخپل هغه راپور کې وکړې چې پرون د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غیر رسمي غونډې ته یې وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه، په راتلونکي زېږديز کال کې ۶۵ سلنه افغانان نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اکبروف وایي: «زموږ د لید له مخې، د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت خورا نازک دی، د خلکو عایدات په ټپه درېدلي دي. تېر کال دا شمېره ۲۵ سلنه وه او په راتلونکي کال کې دا کچه ۳۵ سلنې ته لوړېږي. مالي او بانکي اډانه هم لړزانه ده. د نجونو ښونځيو په څېر بندیزونو د خلکو پام ور اړولی. دغه محدودیتونه د افغان مېرمنو د ټولنیز ژوند د ګډوډېدو لامل شول.»

هغه چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال هم دی وویل، زده‌کړو ته د نجونو پر لاسرسي او د ښځو پر کار بندیزونو په کلني ډول د افغانستان اقتصاد ته له یوه میلیارد ډالرو ډېر زیان اړولی دی.

رامز الاکبروف راتلونکی کال هم له اقتصادي پلوه ننګونکی وباله او ویې ویل، ۱۹ میلیونه افغانان په راتلونکي کال کې سخت اړمن دي او له دې ډلې شپږ میلیونه به بېړنیو مرستو ته اړتيا ولري.

د نوموړي په وینا، پرله‌پسې وچکالۍ افغانستان ځپلی، د نظام بدلون لا ډېر پسې اقتصاد او ټولنیزه اډانه ویجاړه کړه او اقلیمي بدلون او طبیعې پېښې نور هغه لاملونه وو چې د افغانستان اقتصاد یې د ډوبېدو له ګواښ سره مخ کړ.

اکبروف خبرداری ورکړ، که نړۍواله ټولنه دغه حالت ته پام ونه کړي، د خوارځواکو ماشومانو شمېر به دغه هېواد کې ډېر شي او هغه کورنۍ چې ژوند یې پر کرکیله پايي، له لوږې او اقتصادي کړاو سره به مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د راپور  پرمهال دا هم وویل چې ۲۱ میلیونه افغانان د څښاک پاکې اوبه نه لري چې له امله یې د کولرا په څېر ګڼې ناروغۍ پېښېږي.

الاکبروف د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې ژر دې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي او د ښځو د حقونو او فردي ازادیو پر سر لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

د امنیت شورا دغه غونډه د روسیې په غوښتنه رابلل شوې وه.

[/restrict]

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.