Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عملیاتي مشر له افغان چارواکو سره پر روان وضعیت خبرې کوي

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عملیاتي مشر مارټین شویپ له افغان چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی.

ده تېره ورځ ناوخته په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې دی او د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د خلکو ژوند خورا اغېزمن شوی دی.

هغه وايي: «خلک نور ستړي دي او د خوړو له کموالي، ډول ډول ناروغیو او بېوزلۍ سره مخ دي.»

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عملیاتي مشر مارټین شویپ له خپلو پورتنیو څرګندونو سره د یادې ادارې یوه لنډه وېډيو هم خپرې کړې چې په کې د افغانستان اوسنی وضیعت تشریح شوی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې ۲۴،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، ۹،۲ میلیون کسان د لسیزو جګړو له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي، نږدې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او زرګونو کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.