ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې سلګونو کورنيو ته د کورنيو چرګانو روزنې زمينه برابره شوه

ننګرهار کې سلګونو کورنيو ته د کورنيو چرګانو روزنې زمينه برابره شوه

author avatar
24 Nov 2022 - 10:41
ننګرهار کې سلګونو کورنيو ته د کورنيو چرګانو روزنې زمينه برابره شوه
author avatar
24 Nov 2022 - 10:41

جلال‌اباد (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار کرنې رياست له لوري د دغه ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې ۵۸۸ کورنيو ته د کارموندنې په موخه د کورنيو چرګانو روزنې زمينه برابره شوه.

چارواکي وايي، هرې کورنۍ ته د يوې نړۍوالې مرستندويه ادارې په همکارۍ ۳۰ کورنۍ چرګې او اړوند نور توکي ورکړل شول.

د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد نن (د لېندۍ ۳مه) پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د شيرزادو ولسوالۍ ۵۸۸ اړو کورنيو ته يې د کار او ګټې‌وټې زمينه برابره کړه.

هغه زياته کړه، هرې کورنۍ ته د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان ( FAO) په مالي لګښت ۳۰ کورني چرګان، ۱۵۰ کيلوګرام د چرګانو د خوراک دانه او نور اړوند وسايل ورکړل شول.

هغه وايي، د دغې مرستې موخه په کور دننه د چرګانو روزنې او دغه صنعت ته پراختيا ورکول دي چې هېواد د پر ځان‌بسياينې لور ته لاړ شي.

دی وايي، هڅه کې دي چې دغه پروګرام نورو ولسواليو ته هم وغځول شي او د ټولو ولسواليو اړو کورنيو ته په خپل کور کې د کار او ګټې وټې زمينه برابره کړي.

لاجبر چې د شېرزادو ولسوالۍ د پټلو سيمې اوسېدونکی کروندګر دی وايي، يوازې کرنه يې د ژوند اړتياوې نه شي پوره کولی، خو د دغو چرګانو روزنه، د هګيو او چرګانو له خرڅلاو سره به وکړای شي چې د ژوند اړتياوې پوره کړي.

تر دې وړاندې د کرنې رياست په ځينو ولسواليو کې ښځو ته د سبزيو د توليد کورنۍ باغچې هم جوړې کړې دي چې د ډېرې ګټې وټې زمينه يې ورته برابره کړې ده.

Visits: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.