ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي: مرستندویه ادارې دې د کار په بدل کې له خلکو سره مرستې وکړي

د اروزګان والي: مرستندویه ادارې دې د کار په بدل کې له خلکو سره مرستې وکړي

author avatar
24 Nov 2022 - 14:46
د اروزګان والي: مرستندویه ادارې دې د کار په بدل کې له خلکو سره مرستې وکړي
author avatar
24 Nov 2022 - 14:46

ترینکوټ (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان والي له مرستندویه ادارو وغوښتل چې بشري مرستې دې د کار په بدل کې پر خلکو ووېشي.

والي مولوي محمد علي جان احمد دا څرګندونې نن په ولایت مقام کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر/ UN OCHA له ساحوي مسوولینو او د یو شمېر مرستندویه ادارو له استازو سره په یوې ناسته کې وکړې.

هغه زیاته کړه، دا مهال په اروزګان کې کمو مرستندویه ادارو خلکو ته د کار په بدل کې د بشري مرستو د وېش لړۍ پيل کړې، خو مهمه دا ده چې ټولې مرستندویه ادارې دا پروسه تعقیب او عملي کړي.

دی وايي، د کار په بدل کې د مرستو وېش به نه یوازې روڼتیا ته لار هواره کړي، بلکې هغه کسان چې – دا مهال بې‌روزګاره دي – پر کار وګومارل شي او د خپلې سیمې د پرمختګ سبب به شي.

نوموړي یادونه وکړه چې د دغه ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي له مرستندویه ادارو ناخوښ دي او د مرستو د وېش په تړاو یې په وار وار ولایتي ادارې ته شکایتونه کړي دي.

د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې د بشري مرستو وېش په پروسه کې د نیمګړتیاوو له امله کورنۍ او کلیوال له یو او بل سره پر تاوتریخوالي اوښتي او د هغوی د بې اتفاقي لامل شوی دی.

والي ټینګار وکړ، په اروزګان کې دې داسې پروژې پلې شي چې د خلکو د اقتصادي ودې او ټولنې د پرمختګ سبب شي.

ده وویل، داسې پروژو ته به هیڅکله اجاره ور نه کړي چې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې په کې په نظر کې نه وي نیول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ساحوي مسوول عبدالقدیر یاسین وویل، اروزګان ته یې د راتګ موخه د مرستندویه ادارو د چارو لیدنه او ارزونه ده.

هغه زیاته کړه، په اړوندو چارو کې به د ځايي مسوولینو ترڅنګ د خلکو او په ځانګړې توګه د لرو سیمو د اوسېدونکو نظرونه واخلي او د روڼتیا راوستلو په موخه به یې له خپلو مسوولینو سره شریک کړي.

د نوموړي په خبره، دا مهال په اروزګان کې ډېر شمېر کسان د بشري مرستو په بدل کې د ویالو، کانالونو، سربندونو په پاکولو او نورو کرنیزو فعالیتونو کې بوخت دي.

دی وايي، هڅه کوي مرستندویه ادارې دلته داسې پروژې پلې کړي چې د خلکو بنسټیزو غوښتنو ته په کې پام شوی وي.

د اروزګان سیمه‌ییز چارواکي په داسې حال کې له مرستندویه ادارو د کار په بدل کې د بشري مرستو د وېش غوښتنه کوي چې موده مخکې په خپله د دغه ولایت اوسېدونکو هم دا غوښتنه کړې وه.

Visits: 140

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.