[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، که سرپرست حکومت د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت لپاره له نورو افغانانو سره خبرو اترو ته غاړه کېنږدي، په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېرېدلی شي.
خلیلزاد د ترکیې له یوه تلوېزیون سره په تازه مرکه کې اندېښنه ښودلې، که حالت همداسې روان پاتې شي، نو د افغانستان تاریخ ته په کتو، د کړکېچ لمن بیا پراخېدلی شي.
ده زیاته کړې: «طالبان ځینې جدي تېروتنې کوي چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې بیا بیا تکرارېږي. ستونزه له دوی پرته بل څوک نه شي هوارولی او هغه داسې چې پر یوه پراخبنسټه فارمول هوکړه وشي.»
زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې باید له تېره زدهکړې وشي.
هغه وایي: «په ۱۹۷۸ کال کې کمونست ګوند واک ترلاسه کړ، وروسته دوی یو د بل پر ضد شول او کورنۍ جګړې ته یې لاره هواره کړه. د داسې پېښو مخنیوي لپاره باید دوی د ټولنې د اکثریت درناوی وکړي ، لکه د زدهکړې برخه کې.»
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکېني استازي د نجونو پر زدهکړو بندیزونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: «داسې اوازې هم دي چې دوی ښايي پوهنتونو ته هم نجونې پرېنږدې، دا به ډېرې ناوړه پایلې ولري، نړۍواله ټولنه او په کور دننه به قوي غبرګونونه وپاروي.»
خلیلزاد د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو شوې تېروتنې دې بیا نه تکراروي او د یوه ټولګډونه حکومت لپاره دې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.
د هغه په وینا، د افغانستان اوسني واکمنان باید تاریخ ولولي او زدهکړه ترې وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که د افغانانو ترمنځ پر یوه پراخبنسټه سیاسي جوړښت هوکړه ونه شي، ښايي تاوتریخوالی پراخ شي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې: «د دوحې په هوکړه کې د ځواکونو وتلو او له ترهګرۍ سره مبارزې ترڅنګ، بله مهمه مسله د افغانانو ترمنځ د خبرو پایله کې د پراخبنسټه حکومت رامنځته کول وو، نو دوی باید په خپل منځ کې خبرې وکړي او پر داسې یوه بهیر هوکړه وکړي چې په پراخه کچه د خلکو استازیتوب وکړي. که داسې ونه کړي، نور افغانان به یې مخالفت وکړي، لا ډېر خلک به کډوال شي، تاوتریخوالی به لا ډېر شي او ښايي د وخت په تېرېدو سره شخړه رامنځته شي.»
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د زلمي خلیلزاد د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په ځلونو ادعا کړې چې په هېواد کې سراسري سوله تامین شوې، په حکومت کې ټولو خلکو ته ونډه ورکړل شوې او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خلکو ته ټول حقوق هم ورکړل شوي دي.
د یادونې ده چې زلمي خلیلزاد د افغانستان په اړه د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دوه کاله له طالبانو سره مذاکرات وکړل او بیا یې ورسره د دوحې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او په پایله کې یې جمهوري نظام وپرځېد.
نوټ: په دې خبر کې د بيبيسي پښتو له راپور څخه استفاده شوې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP